زندان کې په بد وضعیت کې دی؛ شونتيا داسې ده چې د پاکستان حکومت به علي وزير ووژني 

روهي (دوه نۍ/۱ د مرغومي)،د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزير د روغتيايي وضعيت او د کراچۍ په زندان کې د نوموړي د ناڅرګند برخليک په اړه اندېښنې راپورته شوې دي. 

د نوموړي کورنۍ د علي وزير د ټېلفوني اړيکې پر اساس ويلي دي چې د کراچۍ په زندان کې د نوموړي د شکر ناروغي زياته شوې ده او د زندان د مسوولينو له خوا ورته درمل نه ورکول کيږي. 

د علي وزير وراره عالمګیر وزیر رسنيو ته ويلي دي، چې ښايي د پاکستان حکومت علي وزير په زندان کې د کومې ناروغۍ او يا هم بلې پلمې سره ووژني. علي وزير د خپلې کورنۍ غړو د ټيلفوني اړيکې له لارې د خپل بد وضعيت ويلي دي. 

علي وزير له پېښاوره کراچۍ ته انتقال شوی دی او اوس اندېښنې دا دي چې د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د مختلفو لاملونو په مخته کولو سره علي وزير ووژني.