روهي (دوه نۍ/ ۱ د مرغومي)، د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی وايي، چې د افغانستان د امنیت شورا په غوښتنه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په ولایتونو کې د ولایټي ویاندیانو بستونه لغوه او دا چاره یې د والیانو مسؤلیت بللی.
نی په همدې موخه پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلې چې"حکومت له نورو ادارو او بنسټونو په لومړی درجه کې ملکلف دی چې نافذ شوي قوانین عملي کړي، خو که حکومت خپله قانون ماتوي نو مشروعیت ته به یې زیان واوړي."
نی دفتر د افغانستان له ولسمشر غوښتي چې د دغه کار مخه ونیسي او زیاتوي چې والیان د ویاندویانو دنده مخکې نه شي وړلی او په خبره یې چې په ډېری وختونو کې والیانو ته د خبریالانو لاسرسی ناشونی یا ډېر ستونزمن وي.
له هغه وروسته چې په ولایتي کچه د ویاندیانو دندې له منځه یوړل شوې دې چارې په افغانستان کې د ګڼو خبریالانو غبرګون راوپاروه او دا یې مالوماتو ته د لاس رسي په برخه کې خنډ یاد کړ.
په ټولنیزو رسنیو کې د ولایتي ویاندیانو د دندو پر د ګڼو بحثونو وروسته پرون د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د یوې خبر پاڼه په خپرولو سره وویل، چې والیان به د خپلو ولایتونو مالومات په خپله له رسنیو سره شریکوي.
په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې"والیان به د خپلو ولایتونو وضعیت له رسنیو سره شریکوي، او د ولایتونو د عامه اړیکو مدیران چې تر اوسه یې د ویاندویۍ چارې پر مخ وړې له دې وروسته به د خبري ناستو تنظیم، د ټولینزو رسنیو پرمخ وړل او دې برخه کې د اړونده چارو مسؤلیت پر غاړه ولري."
وروستي