پاکستان له هنده ملګرو ملتونو ته شکايت کړی

روهي (يوه نۍ/۳۰ د لېندۍ)، ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي منير اکرم له خوا د دغه سازمان عمومي سرمنشي ته د هندوستان څخه د شکايت پاڼه وړاندې شوې ده. 

دغه ليک کې د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان او هندوستان ترمنځ ګډې کرښې پر سر د ملګرو ملتونو پر کسانو بريد د هندوستان کار بلل شوی دی او له ملګرو ملتونو غوښتل شوي دي چې دغه قضيه وڅېړي. 

د پاکستان په دغه شکايت پاڼه کې ويل شوي‌ دي چې د تېرې جمعې پر ورځ د هندوستان پوځيانو د ملګرو ملتونو پر موټر ډزې کړې او په دې سره هندي سرتيرو د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند شوې هوکړه تر پښو لاندې کړې. 

له دې وړاندې د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي وو، چې هندوستان پاکستان کې د خونړي بريد د تر سره کولو پلان درلود خو پاکستان یې پر وړاندې خبر او مخه یې نېولې ده.