سيما سمر: استعفا مې نه ده ورکړې، زه یې له دندې ګوښه او وزارت یې لغوه کړ 

روهي (يوه نۍ/۳۰ د لېندۍ)، ويل کيږي چې حکومت د بشر حقونو په چارو کې د دولت وزارت تشکيل له منځه وړی او ياد مقام یې لغوه کړی دی. د ياد وزارت وزيرې سيما سمر رسنيو ته د دغه پېښې پخلی کړی. 

سمر ويلي، چې له دي له دندې استعفا نه ده ورکړې بلکې دنده یې له منځه تللې. د سمر پّ وينا چې له وړاندې په دې اړه ورسره کومه مشوره نه وه شوې، خو سهار ورته د خپلو همکارانو له خوا د خبر ورکړل شوی، چې د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارت تشکلي لغوه شو. 

د بشر حقونو په چارو کې د دولت وزارت د لغوه کېدو په اړه تر اوسه د حکومت رسمي سرچينو مالومات نه دي ورکړي. سيما سمر تېره اوونۍ کابل کې په یو خبري کنفرانس کې ويلي وو، چې افغانستان کې هېڅ قوم اکثريت نه دی او دلته ټول اقليت اوسي، چې غبرګونونه یې راپورته کړي وو. 

سيما سمر له دې وړاندې د يو اوږد وخت لپاره د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشره پانې شوې وه.