خوشحال خان مېنه، سپين کلي څلورلارې کې د نننۍ چاودنې په اړه وروستي مالومات 

روهي (يوه نۍ/۳۰ د لېندۍ)، نن له غرمې وړاندې د کابل ښار پنځمې امنيتي حوزې اړوند، خوشحال مېنې، سپين کلي نومي څلور لارې کې چاودنه شوې چې تلفات یې رامنځ ته کړي دي. 

د عيني شاهدانو د مالوماتو پر بنسټ چاودنه د ولسی جرګې د غړي خان محمد د موټرونو پر کاروان شوې چې درې موټرونه په کې سوځېدلي دي. لومړني مالومات ښيي چې پېښه کې نهه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. 

د کورينو چارو وزارت وياند طارق آرين رسنيو ته ويلي دي، چې چاودنه کې اته کسان وژل شوي او تر ۱۵ نور ټپيان دي. د ولسي جرګې غړی خان محمد هم د ټپيانو په ډله کې دی. چاودنه زوروره وه او د شااوخوا ودانيو ښېښې یې ماتې کړې دي.