
روهي (نۍ/۲۹ د لېندۍ)، د سولې بين الافغاني خبرو په لړ کې د هېواد مرکزي دايکنډي ولايت يو شمېر سيمه ييزو مسوولينو او اوسېدونکو وړانديز کړی، چې دوی چمتو دي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د دويم پړاو خبرو کوربتوب وکړي.
په دې تړاو د دايکنډي ولايت مقام رسنيو ته په يوې لېږل شوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې د دغه ولايت اوسېدنکي غواړي د سولې خبرو کې فعاله ونډه ولري او په همدې بنسټ یې دغه ولايت کې د سولې بين الافغاني خبرو د دويم پړاو د تر سره کېدو وړانديز کړی.
د دغه ولايت سيمه ييز مسولين وايي چې ډايکنډي د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله امن دی، د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره ښه ځای دی.
د ولايت مقام خبرپاڼه کې د والي احمدضیا همدرد له خولې لېکل شوي دي، چې د دايکنډي ولايتي اداره د سولې خبرو دويم پړاو د کوربتوب او مېلمه پالنې بشپړ تياری لري.