اوس وخت کې یې څوګ د ويلو جرئت نه شي کولی خو محسن دوړ یې په ښه نره وايي (لر او بر؛ يو افغان)

"لر او بر؛ يو افغان"، دا يو رېښتنی او څرګند حقيقت دی؛ د جبر او ځواک په زور به دغه حقيقت چوپ کيږي، خو نه به مري او نه هم ورک شي. "لر او بر؛ يو افغان" سپيڅلي جمله ده. تر شا د يووالي انځور پروت دی. دا جمله کوم بد او منفي مفهوم نه لېږدوي، بلکې د الله (ج) د امر اړوند د نفاق کرکه او د يووالي پيغام رسوي. "لر او بر؛ يو افغان"، دا مانا چې افغان ولس يو دی، هغه که اېخوا دی او که دې خوا. د "لر او بر؛ يو افغان" غږ د نن نه دی، دا غږ د پيړيو دی، دا غږ د پاچا خان د خولې وتلی او پښتون ولس ته دا وريادوي چې ټول د ميرويس او احمد شاه بابا لمسيان او د ستر افغانستان بچيان ياست. 

که څه هم د "لر او بر؛ يو افغان" غږ شرين، خوږ، سپيڅلی او د يووالی دی، خو بيا هم ځينو ته دومره دردناک تماميږي، چې د اورېدو یې هېڅ زغم نه لري. هغوی چې د "لر او بر؛ يو افغان" په شتون کې خپل ځان ورک ګوري، نو له دې غږ کرکه لري، هغوی چې د لوی افغانستان جوړېدلو سره حساسيت لري، نو دا غږ ورته لکه د اسرافيل شپېلۍ غوږنه کاڼه وي، هغوی چې افغانستان په همدې روان او له دې بد وضعيت کې غوښتل غواړي، نو له دې چيغې کرکه کوي، هغوی چې د اوسني افغانستان دننه د تعصب او قوم پالنې په مرض ککړ دي دا غږ ورته پردی ښکاري او هغوی چې پښتون وژنه کوي، دا چيغه ورته پښتون ژرغونه ده، چې نه یې غواړي. 

"لر او بر؛ يو افغان" ژورې رېښې لري او تل پاتې چيغه ده. په ډېرو زړونو کې اوسي خو په خولو کمه ده؛ په ځانګړي ډول په هغه خولو دا چيغه کمه ده چې يو ډول په واک او ځواک کې دي. ځيني افغان مشران د دغه چيغي پلاوي دي، خو د مصلحتونو پر بنسټ یې چوپه ساتي او ځيني نور افغان سياسيون یې بيا د اورېدو هېڅ تبيه نه لري. که د افغانستان په شلن کلن تاريخ کې یې وګورو، نو حامدکرزي دا چيغه پورته نه کړه، ښايي د ولسمشر په توګه د افغانستان او پاکستان اړيکې په کې مطرح وي، نه یې ولسمشر غني پورته کوي، چې لامل ښايي همدا پورته يو وي، نه به ګلبدين دا غږ پورته کړي چې پاکستان پرې ناراضه کيږي؛ عبدالله عبدالله، محمد محقق، کريم خليلي، صلاح الدین رباني، احمد ضيا مسعود، يونس قانوني او ورته نور خو له افغانيت سره ستونزه لري، بيا "لر او بر؛ يو افغان" خو ورته سخته ده چې له خولې یې ناره کړي. 

هلته پښتونخوا کې هم، غېر پښتون ته دا مساله د پاکستان د وېش مانا لري او هغوی چې پښتانه دي، يا د حکومت په لمنه کې پراته دي او يا هم خپله محافظه کاري ساتي. ښايي د مجبوريتونو او حساسيتونو پر اساس به مو د منظور پښتين له خولې هم دا چيغه نه وي اورېدلي او که اورېدلي مو هم وي، نو نامستقيمه او يو څه په ستوني کې بند به مو اورېدلې وي. منظور پښتين هم اوس په غاړه دروند بار لري، دغه چيغې ته ځان رسوي خو لږ پرې ارام ورځي. 

دا چوپه چيغه، چې له پاچا خان وروسته یې سمه او په نره ناره کړه، محسن دوړ ناره کړه. که څوګ یې وايي او که څوګ یې نه وايي او يا یې په ستوني کې بند وايي، خو محسن دوړ یې ښه په نره او په زور یې وايي "لر او بر؛ يو افغان". محسن دوړ یې پرته له مصحلته وايي، محسن دوړ یې پرته له ډاره وايي، محسن دوړ یې د پښتون دښمن ته په زوره وايي، "لر او بر؛ يو افغان". 

دا نن چې د پاکستان پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير یې نېولی دی، محسن دوړ پرې د "لر او بر؛ يو افغان" چيغه ور ناره او د پښتون د حق غوښتنه ترې کوي. دا چيغه دومره زوروه ده، چې نن نه يوازې د محسن دوړ له خولې بلکې د مېلېوني ولس له خولې وځي او خپلې هيلو ته د رسېدو پر ستونزمنه لار سفر کوي.