د علي وزير نېونې ته د بلاوال بوټو غبرګون: د پاکستان حکومت فاشېسټ دی 

روهي (پنځه نۍ/۲۷ د لېندۍ)، د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بنظير بوتو او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري زوی بلاوال بوټو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزير نېونې ته غبرګون ښوودلی دی. 

بلاوال بوټو لېکلي دي چې د پاکستان حکومت فاشېسټ دی او هغه عمل چې له وزير سره شوی دی د ديموکراسۍ د اصولو او کړنلارې خلاف دي. نوموړي خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان د حکومت دا ډول کړنې به ښې پايلې ونه لري. 

بلاوال بوټو چې اوس مهال د پاکستان د خلکو ګوند يا PPP مشري کوي، د پاکستان د پارلمان د غړي نېول ناقانونه عمل بللی دی او د عمران خان حکومت ته یې د دغه ډول کړنو په بدل کې د بدو پايلو خبرداری ورکړی. 

علي وزير دوه ورځې وړاندې پېښاور کې ونېول شو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په شمول یې پر ټولنيزو رسنيو د افغانستان او پاکستان دننه د عامو خلکو توند غبرګونونه راپورته کړي دي.