ولسمشر غني او لومړي وزير عمران خان پر سولې او جګړې خبرې کړې

روهي (پنځه نۍ/۲۷ د لېندۍ)، د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شو‌ي دي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېر  ماښام ټلیفوني خبرې وکړې.

په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د سولې پروسې په اړه د خبرو پر مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي سخته اندېښنه وښوده.

د ارګ فېسبوک پاڼه کې لېکل شوي دي چې د پاکستان لومړي وزیر ژمنه وکړه چې هیواد به یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي او اوربند د ټینګښت په خاطر، مرسته وکړي.

د ولسمشر غني او عمران خان ترمنځ دغه ټيلفوني خبر داسې  مهال شوې چې د ملا غني برادر په مشرۍ د طالبانو پو پلاوي د پاکستان په رسمي بلنه اسلام اباد ته تللی دی او ټاکل شوې ده چې نن ورځ به له لومړي وزير عران خان سره وګوري.