د ټرمپ تګ او د جوبايډن راتګ؛ د ايران ولسمشر یې په کومه سترګه ګوري؟ 

روهي (څلورنۍ/۲۶ د لېندۍ)، راتلونکی نوی عيسوي کال به ولسمشر ټرمپ سپينه ماڼۍ خوشي او جوبايډن به یې ځای نشته شي. ټرمپ د ايران په شمول لسګونه مسالې جوبايډن ته په ميراث پريښي دي. 

امريکا کې د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو په اړه د لومړي ځل لپاره د ايران ولسمشر حسن روحاني نظر څرګند کړی دی. روحاني د جوبايډن او ټرمپ دواړه په اړه منفي لېدلوری لري. 

د ايران ولسمشر حسن روحاني نن ايران کې په يوې ناستې کې ويلي دي چې دی په دې خوښ دی چې ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې ماته وخوړه او له واک لېرې کيږي، خو په ورته وخت کې د جوبايډن په راتګ هم خوشحاله نه دی. 

روحاني خبرداری ورکړی دی چې متحدو ايالتو کې نوی حکومت سره اړيکو ته ايران تياری لري؛ که چېرې دوستي کوي او يا دښمني؛ ايران ورته تيار دی. 

د ولسمشر ټرمپ په دوره کې د ايران او متحدو ايالتو اړيکې د تېرې په څېر ترېنګلې پاتې شوې او په دې دوره کې ټرمپ پر ايران فشارونه زيات او ځيني شوې هوکړې یې ور سره ماتې کړې.