ډاکټر عبدالله د سولې مرکچي پلاوي ته:  په یاد ولرئ چې زموږ هر اړخیز ملاتړ له تاسو سره دی

روهي (څلورنۍ/۲۶ د لېندۍ)، د محمد معصوم ستانکزي په مشرۍ د افغان حکومت د سولې مرکچی پلاوی کابل ته راستون شوی او نن ورځ یې د مصالحې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله سره کتلي دي. ډاکټر عبدالله عبدالله د ياد پلاوی ماموريت بريالی بللی او مننه یې ترې کړې ده. 

ډاکټر عبدالله عبدالله له دغه پلاوي سره په لېدنه کې ويلي، "دوحې ته ستاسو له تګ وړاندې تبصرې کېدې، چې دا پلاوی دروني اختلافات لري او په خبرو اترو به بریالي نشي؛ خو ستاسو ښه فعالیت او چلن سبب شو چې دا باورونه سم ثابت نشي او د سولې د تامین لپاره د خلکو هیلې زیاتې شي. په یاد ولرئ چې زموږ هر اړخیز ملاتړ له تاسو سره دی. د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د کار پیل د سولې په برخه کې د پرمختګونو لپاره ښه ګام دی. په راتلونکیو ورځو کې به هر اړخیز بحثونه او ناستې ولرو او د سولې په اړه به رغوونکي خبرې وکړو."

د مصالحې عالي شورا مشر  دغه پلاوي ته په وينا کې ويلي دي چې  تاسو منحیث د یوه ټولشموله ټیم په حوصله مندۍ او بشپړ یووالي سره د افغان ملت او دولت ښه استازولي وکړه او ثابته مو کړه، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې د تامین، د جګړې او وینې تویېدو د درېدلو لپاره واقعي اراده لري.

په ورته وخت کې د سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي ويلي چې په لومړي سر کې مقابل طرف فکر کاوه، چې د افغانستان مذاکره کوونکی پلاوی له مختلفو ډلو استازیتوب کوي؛ خو موږ ثابته کړه، چې د یوه فرد او ډلې پر ځای د افغانستان اسلامي جمهوریت له کلیت د ټولنې له ټولو اقشارو څخه استازیتوب کوو.

د يادونې ده چې د سولې بين الافغاني  خبري د يوې لنډې مودې لپاره رخصت شوي او نن د ملا غني برادر په مشرۍ طالب پلاوي هم اسلام اباد ته رسمي سفر کړی.