
ځینې نوې خبرې چې د طبیعت په تړاو وي، سړي ته ډير په زړه پورې وي لکه؛ تازه مې یوه څیړنه ولوستله چې پکې لیکل شوي و، کانګرو هم لکه د سپي، پیشو ، اس او نورو هغو حیواناتو چې د انسان په چاپیر چل کې اوسي، له انسان سره اړیکې پاللی شي. راپور کې یې لیکلي و چې دغه څیړنه تازه په استرالیا کې په ۱۱ کانګرو ګانو باندې شوې ده.
په تازه څيړنه کې وايي؛ کانګرو وحشي او د ځنګلونو اوسیدونکی حیوان ګڼل کیږي او له وحشي حیواناتو دا کم په سترګو کیږي چې هغوی دې له انسانانو سره اړیکې وپالي او یا دې له هغوی سره د اشارو په ژبه په خبره پوه شي خو اوس په کانګرو کې دا وضعیت لیدل شوی خو کانګرو هم یو ځنګلي حیوان ګڼل کیږي نو ځکه دا څیړنه نادره بلل شوې ده.
زه فکر کوم دغه څیړنه ددې لپاره په اوس په استرالیا کې رابرسیره کیږي چې تېر کال د استرالیا په ځنګلونو کې د استرالیايي چارواکو په وینا د سختې ګرمۍ له امله ډیر ځنګلونه وسوځیدل چې ډیر شمیر حیوانات پکې اوسیدل. د هغوی له ډلې یو یې کانګرو و چې څه وسوځیدل او څه له ځنګلونو را ووتل او له انسانانو څخه د مرستې غوښتلو په لټه شول.
هغه مهال چې ما دغه خبرونه تعقیبول سلګونه کانګرو ګان د استرالیايي ژغورونکو ډلو له لوري وژغورل شول او ښکاري چې له هغې وروسته به یې پر چال چلند ارزونه شوي وي.
سپی ، تر ټولو ژر د انسان په خبره سرخلاصوي او په ځواب کې غبرګون هم ښيي او همدا ډول یو شمیر نور اهلي حیوانات یا بلکې مرغان چې ښه مثال یې طوطي کیدای شي.
د طوطي غوره والی بیا پر سپي دا دی چې هغه څه نا څه کلمې هم د انسانانو له ویلو وروسته تکرارولای شي او خبرې هم څه نا څه زده کولای شي.
انسانان د حیه موجوداتو هغه ډله ده چې څوک هم ورسره و اوسي نو هغوی د ځان په لور را اړولی شي او همدا لامل دی چې ډیر حیوانات ورته رام کیږي خو وحشي او ځنګلي حیوانات بیا له دې کټګورۍ بهر دي او کم داسې پیښیيږي چې هغوی دې د انسانانو په لاس رام شي.
دا پر انسان د الله نعمت هم دی چې اشرف المخلوقات یې بللي او ټول ژوي یې ورته رام کړي دي او ورسره توافق کولای شي.