له محب او غني وروسته ډاکټر عبدالله عبدالله: غوره به دا وي چې د سولې خبرو دويم پړاو په کور دننه تر سره شي 

روهي (څلورنۍ/۲۶ د لېندۍ)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې د څو ورځو دمې او رخصتيو وروسته به دا غوره چې د حکومت او طالبانو پلاوو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرې په کور دننه پيل شي. 

نوموړي نن په کابل کې په يوې ناستې کې ويلي دي، "زموږ غوراوی دا دی چې د افغانانو ترمنځ خبرې دي، نو افغانستان کې دې دا خبر وشي، خو د خبرو ځای ټاکل به د دواړو لورو هوکړه پورې تړلې وي او د خبرو ځای باید د دې بهیر د مخنیوي سبب نه شي."

له عبدالله عبدالله وړاندې د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب او ولسمشر غني ويلي چې د سولې بين الافغاني خبرو دويم پړاو دې په افغانستان کې تر سره شي.