ولسمشر غني: دښمن په مخامخ جګړه کې ماته خوړلې؛ لویې ښارونو کې چاودنې او بریدونه کوي  

روهي (درې نۍ/۲۵ د لېندۍ)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل مرستيال والي محبوب الله محبي پر وژل کېدو خواشيني ښوودلې او پرې شوی بريد یې غندلی دی. 

د ارګ فېسبوک پاڼې د ولسمشر غني له ادرسه لېکلي دي، " د هیواد اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې مات شوي دښمن په ملکي تاسیساتو او موخو د چاودنو او بریدونو په لړ کې نن په نهمه ناحیه کې د کابل د والي مرستیال محبوب  الله محبي او د هغه سکرتر شهیدان او یو شمېر نور هیوادوال ټپیان کړل. "

ولسمشر غني د دغه بريد مسووليت پر طالبانو اچولی او ويلي دي، "د افغان ولس، حکومت او نړیوالې ټولنې د دایمي اوربند غوښتنې نه منلو او د دوحې له تړون وروسته په لویو لارو او ښارونو کې پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د زیاتو شویو تروریستي بریدونو او چاودنو له مسوولیت څخه د طالبانو ډله خپلې اوږې نشي سپکولی."

محبوب الله محبي له تېرو نهو کالونو د کابل د مرستيال والي په توګه دنده درلوده او د طالبانو په شمول کومې وسله والې ډلې د نوموړي د وژل کېدو مسووليت نه دی منلی.