ښه او خوشحاله ګډ ژوند وکړئ!

د ګډ ژوند لپاره نوې او پرمختللې لارې شته، ګډ ژوند خوښیو ته د رسېدو تر ټولو مناسب او وړ لارې لري، موږ دې خوښۍ ته ستاسو د رسېدو لپاره لاندې لارې چارې ذکر کوو، د پرمختللي ګډ ژوند لپاره د پوهېدو وړ ټکي عبارت دي له:

۱ـ  په ټولنه، راشه درشه، ناسته ولاړه، بایللو او ګټلو کې د موږ له ضمیره استفاده وکړئ، نه زما له ضمیر څخه، دا مه هېره وئ، ستاسو ګډ ژوند پیل شوی، نور زه او ته کومه مانا نه لرو.

۲ـ د ګډ ژوند ملګري/ملګرې ته مو د مینې او محبت ډالۍ زیاتې کړئ، د ډالیو پر پېرلو باندې که څه هم کوچنۍ وه، صرفه کوئ
.
۳ـ یوه خبر په یاد ساتئ، د ګډ ژوند ملګري/ملګرې ته مو د ښه احساس ورکولو په خاطر زیات هغه/هغې تعریف او ستاینه مه کوئ؛ کېدای شي هغه پر ځان باور له لاسه ورکړي.

۴ـ د ژوند ملګری/ ملګرې مو چې څه رقم ده، هماغه رقم یې قبوله کړئ، هېڅ وخت د مقابل اړخ د بدلون په موخه د ګډ ژوند اړیکه مه پیلوئ، دا شونې ده چې هر شخص دې منفي نقطې ولري؛ خو دادې یوه قانون په توګه درسره په ذهن کې وساتئ:«موږ حتی د یوه شخص هم د بدلون حق نه لرو».

۵ ـ د ګډ ژوند د ملګري/ملګرې درد مو واورئ، د خبرو کولو په وخت کې یوازې دده/ددې خبرو ته غوږ ونیسئ، نور هېڅ کار مه کوئ، د خبرو پر وړاندې یې مناسب غبرګون وښایی او احساساتو ته یې درناوی وکړئ.

۶ ـ د ګډ ژوند د ملګري/ملګرې له کورنۍ سره مو داړیکو تعادل وساتئ، بدون له کوم سرحده زیاتې نږدې اړیکې ښه نه وي، نه ډېرې نږدې، نه ډېرې لرې یعنې:«نه باید سری دومره خوږ شي چې څوک مو تېر کړي او نه باید سری دومره تریخ شي چې سړی مو تپ کړي».

۷ـ کله مو چې د ګډ ژوند ملګري/ملګرې درسره راز او نیاز کاوه، د هغه/هغې خبرې درسره امانت وساتئ، احساساتو ته یې درناوی وکړئ او هغه/هغې ته مه وایاست چې ستاسو د زړه خبرې نه خوښوونکې او بې رحمانه وې.

۸ ـ هېڅکله مو د ګډ ژوند د ملګري/ملګرې پر هغه کړنو نیوکې ونه کړئ چې ستاسو د توجو جلبولو لپاره یې کوي، د بېلګې په توګه کله چې هغه/هغې له تاسو سره مینه کوي/کوه، ته ورته تر حد زیات درناوی وکړه؛ خکه هغه له تاسو سره په خپله طریقه مینه کوي.

۹ـ د ژوند ملګری/ملګرې مو ددې لپاره له ژوند څخه په تېښته او مینه نه لرلو مه تورنوی چې له تاسو سره مینه نه لري؛ ځکه دا خبرې پر دوی بد اغېز کوي او دغه ډول اړیکې پالل د پرېکون سبب هم کېږي. 

۱۰ـ څه چې په زړه کې لرئ هغه بیان کړئ، ستاسو د ژوند ملګری/ملګرې ستاسو د ذهن لوستلو وړتیا نه لري، په قهر کولو ستونزه نه حل کېږي او هغه نه پوهېږي چې ستونزه چېرته ده؛ څو هغه حل کړي.

۱۱ـ مه پرېږدئ چې اختلافونه مو اوږدمهاله شي، څنګه مو چې چانس پیدا وقت پیدا کړ، په اړه یې خبرې وکړئ، مه پرېږدئ چې ستونزې او اندېښنې مو ډېرې شي، تر څو پورې مو چې ستونزه نه ده حل شوې او ناراحتي مو له منځه نه ده تللې، تر رامنځته شوې ستونزه مه تېرېږئ.

۱۲ـ  له ځانه مو دفاع بس کړئ، دا ستونزه نه حل کوي، کوښښ وکړئ، ښه اورېدونکی واوسئ، ښه اورېدل د ګډ ژوند ملګري/ملګرې ته مو تر ټولو ښه ډالۍ ده چې کولای شي ور یې کړئ، همدا اوس تمرین وکړئ؛ تر څو وکولای شي بدون د مقابل اړخ د خبرو له قطعه کولو څخه هغو ته ښه غوږ ونیسئ، وروسته د ژوند له ملګري/ملګرې له خبرو مو کولای شي له هغو څخه پوښتنه وکړئ، ایا زموږ نوبت دی چې خبرې وکړم؟

۱۳ـ هر وخت تاسو په حقه نه یاست، دا ستونزه نه حل کوي،هڅه وکړئ، ښه اورېدونکی واوسئ، لږ مو له اختلافاتو واټن ونیسئ او له لرې یې وګورئ، اوس ددې وخت دی چې ښه ووینو، حتماً همداسې ده چې مقابل اړخ تېروتی دی؛ خو دا هم له ځان سره په یاد لرئ چې زه هم له تېروتنې خالي نه وم، همدارنګه په کومه اندازه چې موږ منطقي واوسېږو، په همدومره اندازه به زموږ اړیکې بېجنجاله وي، پر خپل ځان مو فوکس/تمرکز وکړئ او د خپلو عیبونو د اصلاح هڅه مو وکړئ.

۱۴ـ نارینه/ښځینه مخکې له دې چې د یوې/یوه ښځینه/نارینه شخصیت ته پام وکړي، په لومړي ځل د هغې ظاهري حالت له نظره تېره وي، ستاسو د ژوند ملګری/ملګرې هم له دغه حالت څخه استثنا نه دی، کله چې کور ته درځي/ کله چې هغه راځي، له ځان جوړولو سره مینه ولرئ او ښایسته جامې پر تن کړئ، هغه د مېرمنې له ظاهري او دورني اړخ سره مینه لري/ هغه د خاوند له ظاهري او دروني اړخ سره مینه لري، د هغه لپاره ډېره تازه او جذبه اوسئ او کله چې په کور کې له یوې داسې میرمن/خاوند سره مخ شئ چې پر شونډو یې موسکا، ښکلې/ښکلی او مسته/مست وي او دا یوه حقیقي تمه د یوه/یوې نارینه له خپله مېرمنې/مېرمنې له نارینه څخه ده؛ خو که چېرې تاسو د خپل ظاهري جذابیت څخه پر خاوند باندې د لاسبري په موخه پټو هدفونو ته د رسېدو په خاطر استفاده کوی، او موخه بدون له راښکون او مینې ولرئ، هغه پوهېږې کېدای شي ستاسو پر وړاندې نامناسب غبرګون ښکاره کړي.

۱۵ـ کېدای شي ډېرې لارې مو ازمویلي وي،کوښښ وکړئ، هغه لارې پیدا کړی چې ستاسو د ژوند اړوند دي، هغه لارې چې ستاسو د خوشحالیو، د ګډ ژوند د ملګري/ملګرې ته رسېدلو ته ځواب ورکړئ.

۱۶ـ قهر مه کوئ او د یوې ستونزې دې رامنځته کېدو په وخت کې له یو بله ځایونه مه جدا کوی.