
روهي (درې نۍ/ ۲۵ د لیندۍ)، د بوکو حرام ډلې په شمال لویدیز نایجیریا کې د ښوونځي د سلګونو زده کونکو تښتولو مسؤلیت منلی دی.
تېره جمعه ناوخته د نایجیریا په کانکارا کې په یو دولتي ښوونځي موټرسیکل سپارو وسله والو برید وکړ، چې د سیانس ښوونځي زده کوونکي له سختې جګړې وروسته اړ شول چې شاوخوا ځایونو او ځنګلونو کې پناه واخلي چې له امله یې شاوخوا ۳۰۰ زده کوونکي بې درکه دي.
د یکشنبې په ورځ، والدین او د زده کوونکو د کورنۍ غړي په یاد ښوونځي کې راټول شوي، او له چارواکو ته یې غوښتنه کړې چې ورک شوي هلکان خوندي کړي.
د حکومت په وینا، د نایجیریا د پولیسو، هوایي ځواک او اردو لخوا د شنبې په ورځ د ژغورنې ګډ عملیات پیل شوي.