ولسمشر د محب خبرې راغبرګې کړې؛ د سولې دويم بهير دې افغانستان کې پيل شي 

روهي (دوه نۍ/۲۴ د لېندۍ)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د سولې بين الافغانو خبرو دويم پړاو بايد افغانستان کې تر سره شي. نوموړي د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب خبرې راخېستي او تائيد کړې یې دي. محب ويلي وو چې د سولې خبرو دويم پړاو بايد افغانستان کې وشي. 

ولسمشر غني په دې اړه ويلي، "که طالبان په افغانستان پورې تړاو لري، نو ولې د افغانستان په خاوره کې مذاکرات نه کوي؟ دوی(طالبان) د افغانستان د خاورې هر ځای چې وغواړي، دولت ورسره د سولې خبرو ته چمتو دی."

ولسمشر وړاندې زياته کړې، " اړینه نه ده چې مفشن هوټلونه دې د خبرو لپاره د شرط په توګه وټاکل شي. ضروري ده چې ټول خلک وګوري چې دا مذاکرات څه ډول ترسره کېږي او پر کومو مواردو تمرکز کېږي او ولې؟"

د سولې بين الافغاني خبرې د يو لنډ وخت لپاره ځندېدلې دي او ټاکل شوې ده چې له سلا - مشورو وروسته به د جدي په ۱۶مه نېټه بيا پيل شي، خو تر اوسه یې پر ځای هوکړه نه ده شوې.