ننګرهار کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې ژوندی نیول شوی

روهي ( دوه نۍ/ ۲۴ د لیندۍ)،د ننګرهار والي ویاند عطالله خوږیاڼی وایي چې ننګرهار کې یو تن د ځآنمرګي برید په موخه چمتو شوی واسکټ د لیږدو پر مهال ونیول شو.
 
د ننګرهار ملي امنیت مؤظفینو د اچین ولسوالۍ باندر درې سیمه کې د سعادت په نوم یو تن د ځآنمرګي برید په موخه له چاویدونکو توکو ډک واسکټ د لیږدونې پر مهال نیولی چې پخپل جرم یې اعتراف هم کړی دی .
 
مسولینو ویلي چې تر دې وړاندې هم ملي امنیت ځواکونو اچین کې د ځآنمرګي برید په موخه دوه چمتو شوي واسکټونه کشف او تر لاسه کړي وو.