چين پاکستان ته يو مېلېارد ډالر ورکوي چې پاکستان پرې د سعودي عربستان پور خلاص کړي 

روهي (دوه نۍ/۲۴ د لېندۍ)، پاکستانۍ جيوز نيوز رسنۍ لېکلي دي چې د چين هېواد ژمنه کړې ده چې پاکستان به له يو بيا تر يو نيم مېلېارده امريکايي ډالر پاکستان تهورکړي، ترڅو پاکستان پرې د سعودي عربستان پور خلاص کړي. 

پاکستان د سعودي عربستان تر درې مېلېارده امريکايي ډالر قرضداری دی، چې تر اوسه یې دوه مېلېارده پور ورکړی دی. چين له وړاندې هم پاکستان ته يو مېلېارد ډالر ورکړي وو. 

پاکستاني چارواکو رسنيو ته ويلي دي چې دغه يو مېلېارد ډالر به سبا سعودي عربستان ته وسپارل شي خو په ورته وخت یې د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د يادو پيسو پر سر د اختلاف هم ويلي دي. 

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې د پيسو د نړيوالو صندوق په ضمانت، سعودي عربستان درې مېلېارده امريکايي ډالر په ۲۰۱۸ کال کې پاکستان ته ورکړي وو او لېکل شوي وو چې درې کاله وروسته به پاکستان دغه پیسې بېرته سعودي عربستان ته ورکوي. 

جيوز نيوز د پاکستاني چارواکو له خوا لېکلي دي چې سعودي عربستان اوس د يادې مودې له پوره کېدو وړاندې د قرض د بېرته اخېستو غوښتنه کوي او پاکستان اړ دی چې له چين قرض واخلي  او د سعودي عربستان پور پرې، پرې کړي. 

په دې وروستيو کې د پاکستان اقتصاد ژورې ضربې خوړلې دي او دغه هېواد اړ شوی دی چې د يو شمېر هېوادونو په ګډون له نړيوالو ادارو قرض واخلي.