۲۰۳ تندر قولو اردو: د پکتیا ځینو ولسوالیو لویو لارو خلاصون لپاره ګډ عملیات پیل شوي

روهي ( دوه نۍ / ۲۴ د لیندۍ)، د ۲۰۳ تندر قولو اردو امنیتي او دفاعي ځواکونو د پکتیا د ځینو ولسوالیو د لارو د بشپړ خلاصولو په موخه ګډ عملیات پیل کړي.
 

تیره ورځ ګډو ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د پکتیا ولایت د نظامي شورا د ګډې فیصلې پر بنسټ د پکتیا د ځینو ولسوالیو د لارو چې د څه مودې راهیسې د ترهګرو طالبانو لخوا د میرزکې ولسوالۍ اړوند د «کړکین خولې» په سیمه کې د هر نوع موټرو او ملکي وګړو د تګ راتګ پر مخ تړل شوي وه، په بشپړ ډول د هر نوع وسایطو د تګ راتګ لپاره د پرانیستلو لپاره ګډ عملیات پیل کړي.
 
د ۲۰۳ تندر قولو اردو مسولین وایي چې دغه ګډ عملیات چې مشري یې د تندر قول اردو درستيزوال بریدجنرال عبدالجمیل (مسافر) کوي، د یو ترتیب شوي جامع، مشترک او منظم پلان په اساس ترسره کیږي، چې د امنيتي ځواکونو لخوا په ښه ګډه همغږۍ او په برياليتوب سره پرمخ روان دي چې تردې مهاله پنځه کړۍ ډول ډول ماينونه د تندر قول اردو د انجنیرۍ ټیمونو لخوا کشف او شنډ کړای شوي.
 
همدارنګه د یو سرګروپ په ګډون ۴ تنه وسله وال د امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د جګړې په جریان کې وژل شوي او ۲ تنه یې مرګونې ټپیان شوي.
 
امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې هغه پلچکونه او د سړک ځینې برخې چې د وسله والو طالبانو له لورې په بمونو ویجاړ ې شوي، د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو له لورې بیرته رغول کیږي.