د کابل پوليسو د  نسيم سګ په ه نوم مشهور غل او لوټمار نيولى دى.

روهي ( دوه نۍ/ ۲۴ د لیندۍ)،د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح ويلي چې د کابل پوليسو د “نسيم سګ” په نوم مشهور غل او لوټمار نيولى دى.
 
امرالله صالح په خپله رسمي فیسبوک پاڼه دغه څرګندونې نن په خپل ورځني راپور کې ليکلي، چې پوليسو په کابل کې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې او ډېر ژر به ٣٠ پوليس تقدير شي.
 
بلخوا د کورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې پوليسو د کابل ښار په بېلا بېلو سيمو کې د عملياتو پر مهال ١٥ کسان د جنايي جرمونو په تړاو نيولي دي.
 
 یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، ۳، ۴، ۵، ۷، ۱۰، ۱۱، ۱۵ او اولسمې ناحیو او همدارنګه د شکردرې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وژنې، ژوبلې، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، غلا، غصب، د نشه يي توکو د پلور، شکونې او د څارنوالۍ د قرار له مخې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
صالح په داسې مهال د پولیسو لاس ته راوړنو ستاینه کوي چې کابل په تیره یوه میاشت کې د راکیټي بریدونو، اتمه حوزه کې د لویې څارنوالۍ څارنوال وژلو تر څنګ د پروان هوټل سره د ولسي جرګې یو غړي موټر باندې د چسپکي ماین چاودنه له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ،همدا ډول څو ورته نورې جنایي او د غله پیښې د کابل په مختلفو برخو کې رامنځ ته شوي.