وحید عمر: د موقت حکومت جوړیدل یو دورغجن خیال دی 

روهي (دوه نۍ/ ۲۴  د لیندۍ)، د ولسمشر سلاکار او د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو رئیس وحید عمر وايي، چې د ځینو کړیو لخوا په هېواد کې  د موقت حکومت جوړیدل یو دورغجن خیال دی.

 نوموړي چې پرون یکشنبه یې په کابل کې یو کنفرانس ته خبرې کولې وویل: "یو دورغجن او تش ذهنیت رامنځته شوی چې د یوې معاملې په پایله کې موقت حکومت جوړېږي او هر څوک غواړي خپل ځای په‌ کې وټاکي.د نوموړي په خبره دغه کسان په موقت حکومت کې د خپل ځان ځایولو په هڅه کې دي او حکومت نیوکې کوي. عمر وايي، چې د موقت حکومت جوړیدل ددې کسانو لخوا یوازې تېر وخت ته د ستنیدو یو خیال دی."

د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو رئیس وحید عمر وايي داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې په وروستیو کې ځینو رسنیو د موقت حکومت د جوړیدو راپورونه خپره کړل، له دې وړاندې ځينو نورو افغان چارواکو هم د موقت حکومت جوړیدل رد کړي او ویلې یې و، چې  دا چاره د سولې له روانې پروسې سره مرسته نه شي کولی.