دفاع وزارت: افغان ګډو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د طالبانو یو سرګروپ په ګډون ۳  مهم غړي نیولي

روهي ( دوه نۍ/ ۲۴ د لیندۍ)، ملي دفاع وزارت وايي، افغان ګډو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د وسله‌والو طالبانو یوه سر ګروپ په ګډون د یادې ډلې ۳ مهم غړي نیولي دي.
 
له دغه وزارت څخه په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد عملیات د ۱۱۱ فرقې له لوري د کابل شکردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوي دي. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، له دې نیول شویو کسانو څخه یو شمېر جنګي تجهیزات او نظامي وسایل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
 
ملي دفاع وزارت په خپله خبره پاڼه کې زياته کړې چې نیول شويو طالبانو د کابل ښار پر وروستیو ناامنیو سربېره، د حکومتي مامورینو په ترور کې لاس درلود. 
 
وسلوالو طالبانو تازه د خپلو نيول شوي کسانو په اړه څه نه دي ويلي.