د امنیتي ځواکونو له لوري غزني که پر طالبانو بیا هوایي برید شوی

روهي ( دوه نۍ/ ۲۴ د لیندۍ)، د غزني ولایت تندر قولو ادو مسولین وایي چې په غزني کې ۱۸ تنه طالبان هغه مهال ووژل شول او ۱۲ تنه ټپیان شول چې په امنيتي او دفاعي ځواکونو یې بریدونه وکړل.
 
 د غزني امنیتي مسولین وایي چې تیره ورځ د تندر قول اردو د دريمې لوا منسوبینو د هوايي ځواک په مرسته د غزني د اندړو ولسوالۍ اړوند د«ملا نوح بابا» په سیمه کې د ترهګرو طالبانو بريدونه په شاه تمبولي.
 
چې په پایله کې ۱۸ تنه ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان شوي, ددې ترڅنګ یوه زیاته اندازه وسلې، مهمات او نظامې توکي هم له منځه وړل شوي دي.
 
د تندر قولو اردو مسولین وایي چې  نښته کې ملکې وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
 
تر اوسه وسله والو طالبانو د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
 
طالبان هوایي بریدونه د دوحې تړون خلاف بولي خو امنیتي ځواکونه وایي تر هغې چې طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي وبه ځپل شي.
 
د سولې خبرو سره همهاله پر طالبانو هوایي بریدونه بیا پیل شوي چې تیره ورځ د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله د یوې کورنۍ ۱۱ تنه غړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو وژل شوي چې  غبرګونونه یې راپارولي.