روهي (يوه نۍ/۲۳ د لېندۍ)، ننګرهار ولايت کې د انعکاس په نوم د يو خصوصي تلويزون خبرياله ملالۍ ميوند تېره اوونۍ ووژله او وروسته یې حکومت د وژونکو د نېولو وويل.
د حکومت د يادې چارې په غبرګون کې د ملالې ميوند ورور او پلار رسنيو ته ويلي دي چې دوی ډاډمن نه دي، چې حکومت به د ملالې ميوند رېښتني وژونکي نېولي وي.
دوی له حکومت غوښتنه کړې ده چې د نېول شوي کسانو اعتراف او خبرې دې ټوليزې او رسنيزې کړي.
د نوموړې پلار زياته کړې، "زه ډاډه نه یم؛ څه ووایم خو دا شونې ده چې والي صاحب او نورو چارواکو ځينې کارونه کړي وي چې د خلکو احساسات کابو کړي."
د ځوانېمګرې ملالې ميوند ورور حماد زياته کړې، "د ملالۍ د وژلو په تور دوه تنه نیول شوي دي، خو موږ د هغوی په اړه ډاډه نه یوو. اوس چې د هغوی له نیولو درې ورځې تېرېږي، تراوسه د هغوی اعترافونه په خواله رسنیو کې خپاره شوي نه دي."
د افغان حکومت په شمول د ملالې ميوند پر مړينې پراخه غبرګونونه راپورته او له حکومت غوښتنې وشې چې د خبريالانو ژوند خوندي کړي.
وروستي