ملېر: د پوځيانو د وتلو بهير مو پيل کړی 

روهي (يوه نۍ/۲۳ د لېندۍ)، افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير به دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې اغېز ونه کړي. 

دغه امريکايی لوړرتبه پوځي وايي چې افغانستان کې به ۲۵۰۰ امريکايي پوځيان پاتې او د نورو ځواکونو د وتلو بهير پيل شوی دی. 

جنرال سکاټ  مېلر ويلي دي چې پاتې امريکايي ځواکونه به د ترهګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ افغان ځواکونو ته د روزنې او مشورې چارې هم وړاندې وړي. 

نوموړي ويلي دي چې پاتې ځواکونه به یې له افغان پوځيانو سره ګډ کار کوي، "موږ پر دې موضوع د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره په دقت بحث کړی دی، موږ لاهم داسې ځواکونه لرو چې د اړتیا پر مهال به له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي؛ موږ لا هم د افغان ځواکونو د روزنې مشورې ورکولو او له هغوی سره د مرستې ماموریت مخته وړو"

جنرال مېلر افغانستان کې د روان تاوتريخوالي او جګړې په اړه ويلي‌ دي، "ما په دې تړاو چې د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده خبرې کړي دي، اړتیا ده چې د طالبانو له لوري باید د تاوتریخوالي کچه راټېته شي، د تاوتریخوالي د زیاتېدو بیه د افغانستان خلک پرې کوي."

 له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو خبرې داسې مهال کيږي چې له يوې خوا متحدو ايالتو کې جوبايډن چارې په لاس کې اخلي او له بلې خوا دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تحريک ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرې روانې دي.