بدخشان کې ۴ سرتیري د یخنۍ له امله مړي شوي

روهي (یوه نۍ/ ۲۳ د لیندۍ)، په بدخشان ولایت کې څلور سرتیري د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي.
 

د بدخشان ولایت سرحدي کنډک یو سرتیري د نوم نه ښودلو په شرط وایي،د سرحدي پولیسو د پنځم کنډک څلور سرتیري، چې غوښتل یې له (اشکاشم) ولسوالۍ څخه (شهدا) ولسوالۍ ته ولاړ شي، په لاره کې یې د سختې یخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
چارواکي وایي، دغه سرتیري د جمعې په ورځ مړه شوي او جسدونه یې نن پیدا شول.