د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین بلخ ته د امنیتي وضیعت ارزونې په موخه تللی

روهي (یوه نۍ/ ۲۳ د لیندۍ)، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین بلخ ته تللی
 
د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل رسنیو ته په رالیږل شوي خبرپاڼه کې ویلي چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال عبدالصبور قانع د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته ورغلی. 
 
د عادل په خبره معین به له هغو لاریون کوونکو سره هم وګوري چې د ۹ کلن ماشوم د تښتولو په غبرګون کې یې د بلخ ولایت مقام مخې ته د اعتراض خیمه درولې ده.
 
۹ کلن عبدالرؤف څو اونۍ وړاندې له مزار شریف ښار څخه تښتول شوی وو.