ولسي تړون د پرمختیایي پروژو د تطبیق غوره پلاټفورم( میکانیزم)  

      ولسي تړون یوه ملي پروژه ده. او دا ددې لپاره ده، چې په ولسونو کې ثبات قایم کړي. یانې د ولس د ښیرازونې او  ولسونو ته د کاري فرصتونو د برابرولو او په دې توګه؛ دوی د ژوند لومړنیو اړتیاو ته رسوي، چې موخه یې د بېوزلۍ راټیټول، د کلیو ټولنیزو او اقتصادي حالاتو ته وده ورکول او د سېمزې حکومتولۍ وده ده. ددې پرګرام موخه د وګړو اقتصادي تحرک، او پر ځان بسیا ژوند ولري او خلکو ته د معیاري خدمتونوپه وړاندې کولو سره، د دولت او وګړو ترمنځ یو تړون پیدا شي، چې دواړه لوریه باور مند کوي.
 
     د ولسي تړون ملي پروګرام د کلیو  او لرې پرتو سیمو پیاوړي کول دي، تر څو د خلکو او دولت ترمنځ اړیکې قایمې شي. دغه بهیر د کلیو پراختیایي شوراګانو په مرسته مخته ځي او کلیو ته پرمختګ ورکوي. ددې پرګرام لومړني پیل، چې په ۱۳۹۵ ل کال کې شروع شوی، او تر دې دمه یې کابو ۱۳۰۰۰ څخه زیات کلي تر پوښښ لاندې نیولي دي. دغه کړنه په هیواد کې یوه لومړنی اقتصادي تجربه ده، چې نړیوال بانک یې مالي حمایت کړی دي. او د اساسي خدمتونو له لارې د بېوزلۍ د کچې را ټيټول او په کلیو کې د طبیعي منابعو څخه، کلیو ته پراختیا ورکول دي . دا پروسه خپله د ولسونو د شراکت په مانا ده، چې خپل واړه تولیدات پیاوړي کوي او فقر وژني. دغو شورګانو ته روزنه ورکول کیږي او په کليو کې  پراختیايي کارونه رامنځته کوي. شوراګانې ددې پراختیايي بهیر رهبري کوي. پراختیایي شوراګانې به د پروژو په بیارغونې، بیا جوړونې، پلان کولو او تطبیقولو کې برخه ولري او د حکومت له لورې ددې بهیر څارنه کیږي.
 
     ټاکل شویده، چې دا پروګرام به د لسو کلونو په موده کې په دریو پړاوونو کې تطبیق شي، چې  د شوراګانو په تشکیل کې پوره پنځوس فیصده یې ښځې دي . په شوراګانو کې د د نر او ښځې حقوق په پوره توګه په پام کې نیول شوي دي.
 
      ولسي تړون ملي پرګرام د هیواد په ځمکه د تساوي په درلودو د هیواد په ګوډ ګوډ کې د بیوزلۍ له منځه وړل، کارموندنې، سړک جوونې، روغتیا، ښوونځيو او زراعت په برخه کې تر دې دمه ډېر بریالی ثابت شوی دی.
 
      ولسي تړون ملي پرګرام د هیواد په ګوډ ګوډ کې ډېرې پروژې پلې کړې دي، لکه د سړک جوړونې، د اوبو بریښنا، د اوبو رسولو بمبې او همدا راز کلي یې له ښارونو سره وتړل . د ښار او کلیو کاري فرصتونو توازون به وساتل شي، د کلیو ترمنځ به کورنی اقتصاد پراختیا وکړي او مارکیټ به پیدا کړي. د کلیو ترمنځ به اتحاد او پیوستون رامنځته شي.
 
     یانې ولسي تړون ملي پرګرام د افغانستان  د حکومت یو نوښت دی، چې موخه یې د پراختیایي شوراګانو له لارې د بنسټیزو پروژو پلي کول، ټولنیز تامل رامنځته کول او  پرمختیایي کړنې رامنځته کول دي. یانې په دې سره دولت غواړي، چې د قومونو ، او ټولنو ترمنځ  بیلتون له منځه یوسي. دا پرګرام به لس کاله وخت ونیسي، چې په دریو پړاونو کې به پلی شي. لومړی پړاو به یې په څلورو کالونو او نور دوه پړاو به یې په دریو کالونو کې تر سره کیږي. دې پرګرام د هیواد په ۳۴ ولایتو کې خپل فعالیت شروع کړی دی، چې کابو ۱۲۳ ولسوالیو کې ان له ۱۳۰۰۰ زیاتو کلیو کې پراختیایي شوراګانې جوړې کړې دي، چې ترو اوسه پکې  زیاتې پرمختیایي پروژې تطبیق شوي دي. دې پرګرام په لومړني پیل کې د هیواد د کلیو او ګذرونو دریمه برخه تر پوښښ لاندې ونیوه، چې کابو ۱۲۰۰۰ کلیوالو سیمو او ښاري سیمو کې پروژې پلي کړي. دا پروګرام به په ټول هیواد کې د هیوادوالو د ژوند لومړني ضرورتونه رفع کړي. په دې سره به وده وکړي او په دولت به د خلکو باور زیات شي. ددې پرګرام په مرسته به حکومت وکولای شي، چې د ولس د اړتیاو په بنا لازم خدمتونه وړاندې کړي.
 
ددې برنامې موخې په لاندې ډول دي:
د کلیوالي پراختیايي شوراګانو د رامنځته کولو او ملاتړ په وسیله د خلګو د وړتیا لوړولو لپاره پانګه اچونه او خلګو ته له دولتي مسوولینو او کارکوونکو څخه د حساب اخیستنې او پریکړې د صلاحیت ورکړه.
 
په ګذرونو او سیمو کې د پروژو پلي کولو د طرحې له مخې د کلیو او ښارونو په کچه د غوره، معیاري او اساسي خدمتونو وړاندې کول.
 
د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي مخنیوي، فقر راکمولو، کارموندنې، د خلګو او دولت ترمنځ د مرستې پياوړتیا او باور رامنځته کول.
 
په پام کې ده، چې په کلیو او ښارونو کې د ولسي تړون پروګرام په لومړۍ مرحله کې ۸.۵ میلیونه وګړي تر تر پوښښ لاندې به ونیول شي او همداراز ۳.۴میلیونه خلګ به د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
 
       ولسي تړون ملي پروګرام د دولت د ځان بسیاینې د تحقق لپاره یو بنسټ دی. دا پروګرام د افغانستان د دولت او د ولس او زرګونو ټولنو ترمنځ د همکارۍ یوه ژمنه ده. ولسي تړون د حکومت ژمنه ده، چې د خلکو د لومړیتوبونو پر بنسټ  د  افغانستان هر کلی او ښار ته لومړني خدمتونه وړاندې کوي. دغه پروګرام  د ټولنو د پرمختیا په موخه طرحه شوی دی، چې د خلکو په کچه بودیجه جوړېږي او په اړه یې مالي راپور چمتو کېږي. د دې تړون (میثاق) له مخې، ټولنې په ګډه د خپلو پرمختیایي موخو څارنه کوي، د خدمتونو د وړاندې کولو کیفیت څاري او اړوندو چارواکو او مدني ټولنو ته خپل شکایتونه وړاندې کوي. دا تړون د حکومتولۍ په ټولو کچو (سطحو) کې ټول شموله پراختیا او حساب ورکونې ته وده ورکوي. ولسي تړون د زیانمنونکو ډلو، لکه ښځو، راستنيدونکو او بېوزلو خلکو غږ اوچتوي او  په هغو سیمو کې د افغان دولت د مثبت حضور ښکارندویي کوي، چې پخوا بېوزلې وې او  قانون پکې واکمن نه وو.
 
      ولسي تړون ملي  پروګرام  د لومړي ځل لپاره د افغانستان دولت د پالیسۍ په سند کې د»ځان بسیاینې د تحقق «په نامه  په رسمي ډول معرفي شو. افغانستان د ټولنو د پراختیا په برخه کې له ۱۵ کلونو څخه ډېره او بریالۍ کاري تجربه لري، چې د ولسي تړون ملي پروګرام یې یوه ښکاره بیلګه بلل کېږي. سربېره پر دې، نور دولتي او غیر دولتي پروګرامونه، چې له ټولنو سره یې ګډې چارې پرمخ بېولې دي هم په دغه تجربه کې شامل دي.  دا بریالۍ تجربې او ګډې هڅې د ولسي تړون ملي پروګرام د چارو د لابریالیتوب لامل کېږي، تر څو د هېواد په کچه انفرادي پروژې په یوه پایښت لرونکي پروګرام بدلې کړي. مګر ددغې برخې ځینې مامورین ددې ظرفیت نه لري، چې دغه پروسه بریالۍ مخې ته بوځي او نور دوه پړاونه یې د ماموریت په لحاظ باید ډېر غښتلي وي، تر څو له دې نور هم ښه ثابت شي.  
 
     ولسي تړون تر دې دمه چې کوم کارونه په کلیو کې کړي دي او کومو کارونو باندې یې کار روان دی او کوم کارونه په راتلونکو کې غواړي ویې کړي، نو ارقام یې په دې ډول دي:
اقرا برنامه : تر اوسه یې ۴۷۰ ښوونځي د پوهنې وزارت ته سپارلي دي. او د ۶۸۵ ښوونځیو کارونه بشپړ شوي او په ۷۲۱ ښوونځيو کار روان دي. دا برنامه د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې پلې کیږي، چې هغه ولایتونه: ارزگان، بادغيس، بلخ، پکتيکا، خوست، زابل، غزني، فارياب، لوگر، ننگرهار، نورستان، هرات، هلمند، میدان وردګ، کابل، کندهار، کندز څخه عبارت دي، چې بیا وروسته د کلیو او پراختیا سرپرست وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي پکتیا او کونړ هم پکې اضافه کړل. دا پروژه یوازې د ښوونځیو د ودانولو لپاره حکومت منظوره کړې، تر څو خلکو ته کاري فرصتونه مهیا شي او زده کوونکو ته د روزنې یوه مناسب محیط هم جوړ شي.
 
       ولسي تړون ملي پرګرام ۱۲ میلیونه کسان د هیواد په ۱۲۳ ولسوالیو  کې په ۳۴ ولایتونو کې تر پوښښ لاندې راوستلي دي، چې تر اوسه په ټول هیواد کې د څښاک د پاکو اوبو څخه  ۱،۲۳۸،۴۰۰  کسان په  ۳۴ ولایتونو کې ګټه اخلي.
 
 ولسي تړون ملي پرګرام تازه او وروستي ارقام د پراختیایي شوراګانو په برخه کې په دې ډول دي:

د لومړني پړاو نوعیت 
د شوراګانو ارقام په هیواد کې
ملاحظه
ولسي تړون ملي پرګرام په لومړنۍ مرحله کې  
۱۲،۲۴۷ شوراګانې په ۱۲۳ ولسوالیو کې په ۳۴ ولایتونو کې 
 
هغه شورګانې چې لومړنۍ سروې یې تکمیل شوې
۱۲،۲۹۵
 
هغه شوراګانې، چې ټاکنې یې ثبت شوې او تکمیل شوې دي
۱۲،۱۳۱
 
هغه شوراګانې چې معشت یې حاصل شوی دي.
۱۲،۰۱۹
 
هغه شوراګانې، چې پراختیایي پلانونه یې تکمیل شوي دي.
۱۲،۰۱۷