کندهار کې د یوې کورنۍ ټول غړي څنګه او ولې وژل شوي؟


روهي (یوه نۍ/ ۲۳ د لیندۍ)، په کندهار ولایت کې د هوایي برید له امله د یوې کورنۍ ټول غړي وژل شوي دي.

تیره شپ ه د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې هوایي برید شوی،چې له امله یې د یوې کورنۍ ټول غړي چې ۷ کسان دي وژل شوي او په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

له دې پېښې وروسته ځایي خلکو د اعتراض په ډول، د وژل شویو کسانو جسدونه د کندهار ولایت د مقام مخې ته د اعتراض په ډول راوړي او د عدالت غوښتنه کوي.

افغان حکومت تر دا مهاله د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
 
طالبان وایي چې امریکايي ځواکونو
د دوحې له تړونه په سر غړونې کندهار کې بمبار کړی چې ملکي وګړو ته پکې زیان اوښتی دی.
 
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د روان ۲۰۲۰ میلادي کاله له پیله تر دې مهاله ۷۷۰۰ تنه ملکي وګړي د ټول هېواد په کچه د جګړې قرباني شوي دي.
 

د سیاسي چارو شنونکی فضل الرخمن وریا وایي چې د امریکایانو له خوا په کندهار کې هوایي برید زړه بوږنونکی دی چې هلته عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
 

د افغانستان د دولت او طالبانو د خبرو له پيل نن پوره درې میاشتې تیریږي.دوی د سپټمبر په دولسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې پيل کړې او په دریو میاشتو کې یې یوازې د خبرو په اجنډا سلا وکړه.
 
امنیتي مسولینو په بار بار ویلي چې د هوایي بریدونو پر مهال به د ملکي وګړو ژوند خوندیتوب ته پاملرنه کوي خو مختلفو ولایتونو کې څو ځله تکرار شوي چې د کورنۍ ټول غړي پکې له منځه وړل شوي.