تېره ورځ کابل ښار کې د راکټي بريدونو له امله د (سهار د ۶:۳۰) ناستې ستاينه کمه او نيوکې پورته شوې 

روهي (يوه نۍ/۲۲ د لېندۍ)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د کابل امنيتي وضعيت په اړه د سهار شپږو نيمو بجو  پر له پسې ۵۰مې ناستې په راپور کې لېکلي دي، د پر کابل ښار د تېرې ورځې توغنيزو بريدونو پر منفي اغېز کړی دی. 

امرالله صالح لېکلي دي چې د سهار شپږ نيمو بجو ناسته څخه ۸۰ سلنه ملاتړ ۵۰ سلنه ته راټېټ شوی دی او همدا ډول د خلکو شکايتونه ۳۰ سلنه پورته شو‌ي دي. 

صالح د دغه ناستې د راپور په یوې بلې برخې کې لېکلي دي، چې هغه کس نېول شوی دی چې پر لویې څارنوالۍ د بريد په پار یې د شااوخوا سيمې نقشه اخېستله او د بريد پلان یې جوړولو. نوموړي ويلي دي چې نېول شوی کس د طالبانو غړی دی او په اړه به یې ډېر نور جزئيات لویې څارنوالي خپاره کړي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال دا هم ويلي دي چې کابل کې د بې سنده سېم کارټونو ستونزه هم حل ته نېږدې شوې ده.