افغان سوله او د ښکېلو لورو تر منځ  فاصلې

دا ده هر ورځ په لسګونو امریکايي سرتیري له افغان خاورې ووزي، داسې ویل کیږي چې د قطر د موافقې په اساس چې د امریکا او طالبانو تر منځ لاسلیک شوې د راتلونکو څو میاشتو په لړ کې به ټول امریکايي او نړیوال سرتیري له افغانستان خاورې بهر شي، خو په دې شرط چې طالبان د هغو ډلو په وړاندې چې امریکا ته ګواښ پېښوي، اړیکې پرې او هم د افغان خاورې څخه د دوی هر ډول حملې مخه ونیسي.

افغان دولت چې د قطر د موافقې څخه ناراضا دی، تر ډېره حده هڅه کوي، چې سوله په خپله ګټه را وڅرخوي او یوازې دې ته منتظر دی چې طالبان به څنګه خپل جنګیالي د مظلومو جنګیالیو په څېر دوی ته تسلیم کړي او په دې توګه سره به طالبان له پښو وغورځوي.

طالبان فکر کوي چې د حکومت پر له پسې د اوربند غوښتنه هم د طالبانو د ضعیفولو لپاره یو پلان دی، کوم چې طالبان ورته تیار نه دي، ځکه چې په تېر کې طالبانو که د ښه نیت له مخې په اخترونو کې اوربندونه کړي، ځینې حکومت پلوه کسانو رسنیو ته ویل چې دا اوربند په اصل کې د پاکستان اوربند دی او طالبان په کې خاص دخالت نه لري، چې البته دې او دې ورته ادبیاتو طالبانو ته دا وښودل چې د افغان حکومت سره کوم ډول چلند غوره کړي، طالبان په افغان حکومت او په خاص ډول پر اشرف غني او ټیم یې باور نه لري، دوی فکر کوي چې اشرف غني غواړي طالبان په داسې طور په افغان حکومت کې مدغم کړي لکه د تاجکستان اسلامي غورځنګ چې دوه نیمې لسیزې مخکې د تاجکستان په نظام کې ورګډ او وروسته بیخي ورک شو، یا لکه د سريلانکا تامل پړانګان چې د روغې او سولې له لارې د سریلانکا د دولت سره یو ځای شول چې دا په واقعیت کې سوله نه، بلکې د تاملیانو د غولولو لپاره یو پلان و، طالبان به خیال کوي چې افغان ولسمشر د یوه داسې فرصت په لټه کې دی.

طالبان په افغان حکومت د صداقت باور نه لري، همدا اوس افغان حکومت طالبانو ته وړاندیز وکړ چې باید د سولې مذاکراتو وروستۍ مرحلې په افغان خاوره کې د ننه تر سره شي او خبرې باید د افغانانو تر مشرۍ او نظارت لاندې وي، خو معلومه خبره ده چې طالبان به دا وړاندیز ونه مني، ځکه چې طالب په هیڅ رقم اوسنی افغان دولت د افغانانو استازی نه بولي، طالبان اشرف غني یو دروغجن، فریبکار خو یو ډېر بې وسه، ضعیف او د پردیو اجیر بولي او ډیری وخت د غني خبرو او وړاندیزونو ته غبرګون هم نه ښیي؛ دا چې طالبان غني ته په لوړه سترګه نه ګوري نو په مقابل کې حکومت هم د طالبانو هغه غوښتنې چې دوی یې د جمهوریت او اساسي قانون خلاف بولي، نه مني، طالبان پر افغان دولت د فشار لپاره له جنګه کار اخلي، طالبان فکر کوي، که چېرې دوی اوربند وکړي نو اشرف غني به هیڅکله له خپلې ارادې وا نه وړي او بیا به له ورخه اوبه تېرې وي، نو باید دوی جګړه وکړي ځکه دوی انګیري چې امریکایان د جګړې له لارې سولې ته حاضر شول نو افغان حکومت به هم ډېر زر زموږ غوښتنې ومني.

اوس د بین الافغاني مذاکراتو پر اجنډا هم هوکړه شوه، افغان دولت او طالبانو دواړو تایید کړه، داسې ښکاریده چې افغان دولت به هیڅکله د دوحې تړون د راتلونکو مذاکراتو د او حنفي فقه د پریکړو د اساس په توګه ونه مني، خو اوس دغه ده هر څه چې طالبانو ویل ومنل شول او داسې ښکارې چې په راتلونکې نظام کې به قلف او کیلي د طالبانو په لاس کې وي، طالبانو د اوو زرو نورو طالب بندیانو د خلاصون خبره هم کړې کوم د افغان دولت د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ دا خبره د سولې په برنامه کې یو بې ګټې کار بللی دی، خو طالبان غواړي چې دا کار هم تر سره کړي، کوم چې دغه احتمال به اشرف غني او د هغه ټیم ته د خطر زنګ وي، اشرف غني ډېر مقاومت کوي، زیات وخت د سرو کرښو پر ټاکلو تیروي، خو وروسته یې بیا سره کرښه په دوربین کې هم نه ښکاري، داسې معلومیږي چې د غني په سر باندې هم کومه بلا شته چې سرې کرښې یې په شنو بدلوي.

اشرف غني ډېره هیله د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن ته وه چې حتما به د کامیابۍ په صورت کې د ټرمپ په نسبت ۱۸۰ درجې تغیر وکړي، خو دغه ده اوس بایډن جمهوررییس اعلان شو، مګر بایډن تر اوسه د افغان سولې په اړه نوي څرګندونې نه دي کړي او ددې احتمال زیات دی چې بایډن به د مذاکراتو په لړ کې د ټرمپ دریځ ونیسي چې دا به د اشرف غني لپاره بد حال وي، اشرف او ملګرو یې له مخکې مخکې د بایډن د تحریک په خاطر د طالبانو او امریکایانو د تړون مواد بې ارزښته یاد کړي، کوم چې تر اوسه بایډن پرې غوږ هم نه دی ګرولی.

د اشرف غني مقاومت ځکه د ماتې سره مخ کیږي چې په خپله حکومت کې هم خلک، په ځانګړي ډول ډاکټر عبدالله عبدالله د اشرف غني د زیاتو مواردو سره جوړ نه دی، کله کله داسې هم پېښیږي چې کله غني په یوه خبره شلا او کلک شي نو په قطر کې افغان دولت مذاکراتي هیأت کې د ښاغلي عبدالله کسان وایي که چېرته غني د سولې د خبرو په مخکې خنډ شي نو دوی به په خپل تفکر کار مخ ته بوزي، چې بیا به اشرف غني ته هيڅ ځای پاتې نه وي.
طالبان په سوله پسې را وتي دي خو افغان دولت فکر کوي چې د طالبانو د خولې سوله د افغانانو په زیان ده، ځکه طالبان هماغه طالبان دي کوم چې د نن نه شل کله مخکې په افغانستان حاکمان وو، دوی وایي د طالبانو په وخت کې افغانستان یو ناکام هیواد و، هيڅ یې نه درلودل، وطن په یوه تیاره حالت کې و، خلک بېسواده وو، وګړو په نستۍ او ذلت کې ژوند کاوه، طالبانو پرمختګ او ابادۍ ته ارزښت نه ورکاوه، د نورې نړۍ خلکو ور څخه کرکه لرله، د سیاسي ګوندونو فعالیت په صفر کې ضرب و، افغان دولت سوچ کوي چې که چېرې طالبان یو ځل بیا په دې خاوره واکمن کيږي نو هر څه به په اوبو لاهو کړي، د بیان، ښځو او ځوانانو ازادۍ او نور ټولنیز او سیاسي ارزښتونه به له خاورو سره برابر کړي، ښځې به په کورونو کې زنداني کړي، په رسنیو او سیاسي احزابو به بندیزونه ولګوي، افغان دولت فکر کوي چې طالبان د دین له ادرسه هر څه ته د خپل ځان له نظره ګوري، د خلکو په لباسونو، ویښتانو، شخصي کاروبار، موسیقۍاو نورو مواردو کې د ولس ذهنیت ته په احترام قایل نه دي، عادي خبرې جدي نیسي، خلکو ته یوازې د دین او مذهب له نظره هر څه وړاندې کوي، چې دا ټول هر څه د افغان ولس نه غواړي.

طالبان د حکومت اندېښنو ته واضح ځواب نه وايي، حکومت هم په دې هیله غوږونه تیار نیولي دي چې طالبان د تېرو شلو کالو لاسته راوړنو په اړه څه وايي، ځینې وخت طالبان فقط دومره ووايي چې په نورو اسلامي هیوادونو کې چې کوم حقونه انسانانو ته ورکول کیږي موږ هم ورته حاضر یو چې ور یې کړو، خو مګر تر اوسه طالبان د بشر حقوقو په اړه قاطع خبره نه کوي، ځکه داسې معلومیږي چې طالبان په افغانستان کې د غرب تر سیوري لاندې تطبیق شوي انساني حقونه د معاصر الحاد یوه برخه ګڼي.

د سولې په مورد باید دومره زیاته کړو چې افغان حکومت او طالبان دواړه د سولې لپاره ځان ته چوکاټ او محتوا لري، چې دواړه لوري د یو او بل څخه زیات فاصله لري کوم چې د اختلاف اصلي محورونه دي؛ خو هغه څه چې افغانان غواړي هغه دا چې ولس سوله غواړي، باید افغان دولت په دې برخه ستر نرمښت وښیي، له خپلو ځینو غوښتنو تېر شي، هر نرمښت او تمایل د سره کرښه نه ټاکي چې سبا ته یې سره کرښه په شنه اوښتي وي، د جنګ ادبیات باید ونه کاروي، ځکه په دې سره فاصلې پیدا کیږي او د سولې بهیر ته زیان اړوي، طالبان باید په خپله هر غوښتنه ټینګ ونه دریږی، دوی باید د نورو افغانانو سره یو ځای د خپل وطن د ابادۍ لپاره کار وکړي، طالبان باید د ښځو د تعلیم، کاروبار، په ټولنه او سیاست کې د هغوی مقام او برخه په نظر کې وساتي، رسنۍ باید د اصولو په رڼا کې ازادې او خلاص لاس ولري، له رسنیو څخه کنځل، تخریب، د ملي ترمینالوژۍ خلاف هر ډول پردي اصطلاحي او غیرفرهنګي توکي باید وایستل شي، طالبان باید د سني او شیعه تر منځ د لا وحدت او یووالي سبب شي، د مختلفو ملیتونو تر منځ توازن چې په دا تېرو شلو کالو حکومت کې ورته پاملرنه نه ده شوې، مراعت کړي، په کابل د یو څو تنو یا د یوې کوچنۍ درې واکمني او بدمعاشي باید ختمه شي، تر څو خلک په ارام زړه ساه واخلي، په دې هر څوک پوهیږي چې د اسلامي نظام لپاره څلورنیمې لسیزې جګړه شوې، په دې خاوره کې ټول خلک اسلامي نظام غواړي، فقط یو څو د ګوتو په شمار پرديپالي دي چې د سولې په مخکې خنډ دي چې د جنګ په ختمیدو او د سولې په راتلو به د دوی ټغر به هم ټول شي.