وايي سلا - مشورو ته اړتيا لري؛ د سولې بين الافعاني  خبرې نوي زېږديز کال کې پيليږي

روهي (يوه نۍ/۲۲ د لېندۍ)، دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرې د ۲۶ ورځو لپاره ځنډېدلي دي او دواړه خواوو رخصتۍ اخېستې دي. 

ټاکل شوې ده چې له سلا او مشورو وروسته د بين الافغاني خبرو دويم پړاو  د روان لمريز کال د جدي په ۱۶مه يا د نوي ميلادي کال د جنوري مياشتې په ۵مه نېټه پيل شي. 

دوحه کې د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي نادر نادري رسنيو ته ويلي‌ دي چې دواړو خواوو خپلې وړانديزونه ترتيب او يو بل ته سپارلي دي. 

نادر نادري ويلي دي‌ چې دوړاه خواوو په دې هوکړه کړې چې دويم پړاو به له سلا - مشورو وروسته پيل کړي.