
د یوې مصاحبې په لړ کې ژورنالیست ډېر ټینګار وکړ چې د هغو مېرمنو په اړه چې په ترکیه کې غواړي د رومان او داستان مشهورې لیکوالانې شي باید ځینې لارې چارې وښییم او لارښوونه ورته وکړم.
په سمه توګه مې ځواب نه شو ورکړی ژبه مې بندیده ځکه دا یوه ډېره شخصي موضوع راته ښکاریده او له زړه هم راضي نه وم چې داسې یو نصیحت بل چا ته وکړم او نه مې منطق هم منله خو په هر حال په دې نړۍ کې هر مسافر د خپلې بیړۍ مسوول وي او هره کښتۍ په خپله لاره مزل کوي.
خو له ځان سره مې داسې فکر وکړ چې که څه هم نه غواړم چې نورو ته نصیحت وکړم خو ځان ته یې خو کولای شم.
۱) وګوره چې قلم دانۍ دې تل پاک وساتې که په خپل قلم دانۍ کې له غوسې رنګونه ډک کړې نو لیکنې به دې هم له غوسې ډکې وي، که یې له تمې ډک کړې نو له تمې ډکې لیکنې به وکړې او که له مینه یې ډکه کړې نو لیکنې به دې هم له مینې ډکې وي.
۲) پنځونه په حقیقت کې موږ یو یوه نوې پنځونه کوو نو دلته د ځان ستاینې او سیالۍ ته هیڅ اړتیا نشته نړۍ له کیسو او حکایتونو ډکه ده. وګورئ چې څومره انسانان دې نړۍ کې اوسي څه ډول کیسې او افسانې لري او له څه ډول برخلیکونو سره مخ دي . تر ټولو لوی لیکوال خدای تعالی دی، نړۍ یو لوی داستان دی او هر یو مو د دې داستان یو وړوکی کرکټر یو. نو ځکه د یوې پنځوونکې دنده دا نه ده چې له سره هر څه پیدا کړي بلکې د کایناتو غږ ته غوږ نیول او پرې پوهیدل دي.
امبرتو اکو وایي: د یوې اړیکې د پیدا کولو او ساتلو لپاره هیڅ اړتیا نشته، په حقیقت کې دغه اړیکې نړۍ کې شته دی موږ ته په کار دا ده چې پیدا یې کړو.
۳) وازیتوب آن دا چې په ډېرې ګڼې ګوڼې کې هم. رومان یوازینې ژانر دی چې په یوازیتوب کې لیکل کیږي، په یوازیتوب کې لوستل کیږي او د دغه یوازیتوب په سیوري کې د زړونو منځ ته لار موندلې شو ، یو کتاب یوازې د سلګونو او زرګونو لکو په واسطه مطالعه کیدای شي او د هر چا د مطالعې ډول توپیر لري، هله په دې موضوع پوهیدای شو چې د هماغې یوې موضوع په اړه له دوه درې او تر دې نورو خلکو څخه پوښتنه وکړئ او د ځواب موندلو په وخت کې پوهیږې چې خلک د خپل برداشت او پوهې مطابق یوه موضوع تحلیل کوي.
۴) نقد ته اهمیت ورکړئ خو د منتقدینو په مقابل کې بې تفاوته اوسئ . له جاهلو لوستونکو او لیکوالانو لرې اوسئ خو له ډېر لوړ ځای څخه خپل لوستونکي ته مه ګورئ. رومان د هغې کور په څېر دی چې دروازه یې د ټولې نړۍ پر مخ خلاصه وي. یو کتاب، یوه مصروفه وطیفه لرونکې میرمن، محافظه کاره ، لیبراله ، ځوانه او زړه ، حجاب لرونکې او بې حجابه هم مطالعه کولای شي.
۵) له بدلون مه یریږه .مطالعه انسان دې ته اړ باسي چې سره تر پایه بدلون ومومي کټ مټ د مطالعې په څېر لیکوالۍ هم همداسې انسان بدلون ته اړ باسي .د هر کتاب له مطالعې سره د انسان زړه سکون مومي شخصیت یې لوړیږي او ورسره مو تجربه زیاتیږي.
۶) د استعداد په نامه هیڅ څه هم نشته اصل کې یوازې او یوازې زیار او زحمت دی بس ځان با استعداده ګڼل د صابون په څېر دي چې د اوبو په شتون زر له منځه ځي. په دې نړۍ که له زحمت پرته هیڅ کار نشته. ساعتونه، ساعتونه ورځې، میاشتې کلونه، کلونه بس کار ، کار او کار ....