د افکارو انسجام

موږ د ټولنې له اګاه خلکو دا توقع لرو، چې زموږ ټولنیز نظم او افکارو ته د انسجام غولی هوار کړي؛ ترڅو ټولنه په فردي نظم واوړي. هیلې مو هم همداسې تړلې پاتې دي. 

موږ تل د نورو څخه د ځان د بدلون ګیله کوو؛ خو په خپلو هغو اړخونو د افکارو مزي نه ستړي کوو، چې زما، ستا او د ټولو د فکري تحول لامل ګرځي. هغه فردي روزنه ده، روزنه یوازې د لوستلو له لارې نه حاصلیږي. د دې موخې د پوره کولو لپاره له مختلفو لارو په افکارو باندې د روزنې لارې کارول پکار دي؛ ترڅو فرد د انسجام لپاره ور روزل شي، چې انساني رفتار ترې د ټولنې په انسجام کې څرګند شي. دا لارې د فردي روزنې او زده کړو هم دي. لوستل، اورېدل، بحث او فکر کول چې د ټولنې په دروني بدلون کې مهم رول لوبوي. انسان ټولنیز مخلوق دی، چې هر څه یې د ټولنې او چاپیریال له تاثره اغیزمنیږي، موږ کله هم په خپلو دروني خوځښتونو کې فکر نه دی کړی، چې زما له فردي لیدلوري نور څنګه متاثره کېږي. که څه هم موږ له خپل تېر، اوس او راتلونکي سره د بدلون نښې وینو؛ خو د دې ټولو انسجام لپاره په فردي انسجام کار کول اړین دي. موږ باید د هر نظر او موخې لپاره په ذهني چاپېریال کې د لورېینې او د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره په عامه ذهنیت جوړونې باندې کار وکړو؛ ترڅو د نورو افکارو له انحصاره ووځو. انسان د فکري ازادۍ لپاره د انساني افکارو په تعادل کې د احساساتو له لارې تعامل کوي؛ خو دا ستونزې نه حل کوي بلکې د ژوند نورې برخې زیانموي.

د افکارو د روزنې لپاره د ماشوم څخه نیولې تر لویانو په هر اړخیز فکر باندې د علم خواږه شیندل پکار دي او د خپلو ټولنیزو اخلاقو په رڼا کې فکري روزنه اړینه ده. دا ځکه چې د ماشوم لومړني شپږ کالونه د روزنې او متحوله فکر څښتن کولو لپاره مناسب وخت دی. دا چې وروسته څه بدلونونه د ده په شخصیت کې څرګندیږي هغه د ټولنیز ژوند تاثرات وي، ځکه د انسان په روان باندې د ټولنې رواني تاثر له ورایه ښکاري. بهتره لار یې د فکري انسجام لپاره انساني افکار په ملي او انساني خواخوږۍ روزل دي؛ ترڅو د هرې ستونزې پر وړاندې په ارامو مغزو د انساني افکارو د انسجام لپاره ګام واخلو.