د هرې خوځندې پدېدې ترشا د افرادو جوپې جوپې مفکورې روانې وي، چې د افرادو منسجموالي او قرار دادي پېښو ته تګلاره ټاکي؛ نو دا بیا د افرادو په ذکاوت پورې اړه لري، چې څومره د جغرافیي، فرهنګي، ټولنیزې، تاریخي پوهې سره اشنایي لري. او څنګه له دې فرصته ګټه اخلي؛ ترڅو له دې مرحلې سره د خپل ایډل ستنې برابرې کړي، چې د شعوري خوځښت لپاره په معنوي او هم په فزیکي لحاظ د ټولنې له شرایطو سره خپلې دروني غوښتنې منظمې کړي.
د همدې خوځښت سرلاری بېرته همدا فرد دی، چې د ټولنې له هر اړخیزې مطالعې څخه راوتی فکر پرانیزي، له دې سره بیا په دې هڅه کې وي، چې د ټولنې افراد د ځان په رنګ کړي.
خوځښتونه له دوو لارو ترسره کېږي. یو فزیکي او بل فکري، چې له همدې ځایه د تحولي ژوند د قدم تېږه هم اېښودل کېږي.
فزیکي خوځښت په هغه ټولنو کې ډېر دود وي، چې علمي سطحه پکې ټیټه او هر څه د قبایلي دستوراتو په قالب کې برابروي؛ نو هله بیا هر څه په فزیکي دایره کې راټولوي، چې فکري لوري ته هیڅ تمایل نه ښیي.
په اصل کې د هر کار لپاره باید فکري اسقرار او د فکري کړنلاره موجوده وي؛ ترڅو یوې داسې معقوله لاره د افرادو ترمنځ پرانیستل شي، چې د زده کړې، لوستنې، لیکنې او حتا د ژوند په ټولو چارو کې له شته څیزونو سره د فکر مزي وصل شي؛ ترڅو له احساساتي او سطحي خوځښتونو څخه ځان شعوري خوځښتونو ته مایل کړو.همدا تګلاره مو د ژوند شعوري کولو ته هڅوي، چې د شعار پر ځای د شعور لاره غوره کړو.
وروستي