لوګر کې د ۷۴ ښوونځیو ۹۹۷ ښوونکو ته  د سرپناه نمرې ورکول کیږي

روهي (نۍ/ ۲۲ د لیندۍ)، د افغانستان پوهنې وزارت مسولینو وایي چې د لوګر ولایت د مرکز اړوند د ۷۴ ښوونځیو پر ۹۹۷ ښوونکو د کورونو د جوړولو لپاره د ځمکو نومرو وېش پیل شو. 
 
د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي وایي چې دا ښارګوټی د پل علم شمال لوېدیځ ته د شېر وازې په سیمه کې دولتي پوهنتون ته څېرمه موقعیت لري، چې ۳۵۰ جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده.

 
یاد ښارګوټی د استوګنې ۹۹۷ نومرې لري، چې د څلورو ورځو په موده کې به د پل علم پر ۹۹۷ مستحقو پېژندل شویو ښوونکو په وړیا ډول ووېشل شي.
 
په دې ښارګوټي کې د ژوندانه لازمې اسانتیاوې لکه سړکونه، ښوونځي، کلینیکونه، جوماتونه، تجارتي ساحې او شنې سیمې په پام کې نیول شوي دي.
 

هغه زیاته کړه، چې په دې ښارګوټي کې د ښوونکو د نومرو د وېش لړۍ ډېره شفافه وه او ټولو مستحقو ښوونکو ته د ټاکل شوي کمېسیون له خوا نومرې ورکړل شوې دي.
 
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د لوګر د محمدآغې، خوښۍ او بره کي برک ولسوالیو د ښوونکو ښارګوټي هم پرانیستل شوي دي.