محب: طالبان چې د هیواد کومه سیمه کې وغواړي هلته تاسیسات جوړوي څو د سولې وروسته پړاوونه پرمخ یوسي

روهي (نۍ/ ۲۲ د لیندۍ)،د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي چې  د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو پاتې پړاوونه باید د هېواد دننه تعقیب شي.
 
 محب وایي چې دولت د ځای په اړه ځانګړې ملاحظه نه لري او چمتو دی د هېواد هره سيمه چې طالبان پیشنهادوي، هلته د تاسیساتو جوړولو په شمول، بشپړ امادګي ونیسي او خبرې پر مخ یوسي.
 
محب زیاته کړي چې د افغانانو تر منځ خبرو کې اړینه ده چې را روان پړاوونه یې په افغانستان کې وي، څو سوله د بهرنیو شرایطو پر ځای د افغاني ټولنې له واقعیتونو متاثره، سرتاسري او دایمي وي. په بهر کې سوله او سوله‌کوونکي له بیروني شرایطو متاثره وي.
 
د افغانستان د دولت او طالبانو د خبرو له پيل نن پوره درې میاشتې ووتلې.
 
دوی د سپټمبر په دولسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې پيل کړې او په دریو میاشتو کې یې له ډېر تاویل ما ویل وروسته ایله د خبرو په اجنډا سلا وکړه.
 
اوس د تازه راپورونو په اساس دواړه مرکچي ټیمونه د شلو ورځو لپاره په رخصتۍ تللي.
 
په خبرو کې د شل ورځنۍ دمې راتلو مسله هم د افغان دولت د مرکچي ټیم یوه غړي او هم د ملي مصالحې د عالي شورا یوه غړي ازادي راډیو ته تایید کړې.