ایرانی خبریال روح الله زم نن سهار په دار وځړول شو

روهي (نۍ/ ۲۲ د لیندۍ)، د ایران دولتي تلویزیون، د ایرنا او نورو ایراني رسنیو منلې، چې ایرانی خبریال روح الله زم نن د شنبې په سهار په دار ځړول شوی دی.

په ایراني خبریال روح الله زم په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په ټولنیزو رسنیو کې د حکومت خلاف د خلکو راپرولو تور پورې و، چې له امله یې په ایران کې د حکومت ضد پراخ لاریونونه ترسره شول.

نوموړي ته په تېره جون میاشت کې یوې محکمې د مرګ سزا وټاکله او هغه یې په "ځمکه کې د فساد" په تور محکوم کړ، چې نوموړی تور په ایران کې د جاسوسۍ او حکومت نسکورولو په مانا کارول کیږي

روح الله زم څلور ورځې وروسته له هغه اعدام شو چې د کالونو جلا وطنۍ د ایران سترې محکمې د هغه د اعدام حکم تائید کړ.
د بې سرحده خبریالانو (RSF) ادارې هغه وخت د سترې محکمې دا پریکړه په "پراخه کچه غیر عادلانه" بللې.