د نړۍ له هېوادونو سره بلد شئ؛ د ويتنام هېواد

د ويتنام هېواد نوم په انګلېسي Vietnam لېکل کيږي او رېښه یې د Viet کلمې اخېستل شوې ده. د Viet کلمې په اړه ويل شوي دي چې دغه کلمه چينایۍ ده چې د سويلي او يا هم د چين له پولي د بهر په مانا کارول شوې ده. دغه نوم په رسمي ډول د ۱۹م پېړۍ په لومړيو کې استعمال شوی دی. د لرغون پېژندنې اړوند د اوسني ويتنام په سيمه کې له نن نېږدې درې مېلېونه کاله وړاندې يانې د Paleolithic په دوره يا د زړو ډبرو دوره کې انسانانو ژوند کړی او په سمڅو کې یې پاتې شوني موندل شو‌ي دي. د Hùng هونګ په نوم قوم پنځه زره کاله وړاندې په ويتنام کې واکمن وو او حکومت یې درلود، چې د ويتنام په تاريخ کې همدغه د Hùng پاچاهي د حکومت لومړی ډول حساب شوی دی. 

وګړي او پراخوالی: 
ويتنام سويلي اسيا کې پروت هېواد دی، چې له چين، تايلنډ، کمبوديا او لاوئس هېوادونو سره ګډې پولې لري. ويتنام نېږدې درې نيم سوه زره کيلو متره مربع پراخوالی لري، چې د افغانستان د پراخوالي نيمايي راځي. د پراخوالي پر بنسټ ويتنام د نړۍ ۶۵ هېواد حساب شوی. ويتنام ۹۶ مېلېونه وګړي لري چې نېږدې د افغانستان د نفوس درې برابره کيږي. د ويتنام ۷۳ سلنه خلک پر خدای يا کوم ځانګړي اسماني ځواک باور نه لري او يا یې  بارو په شک کې دی. بوديان دغه هېواد کې ۱۴ سلنه او ورپسې د عيسويانو سلنه اته ده. 

حکومت او سياست یې:
د ويتنام حکومت تر اوسه هم کمونيسټي دی او په کمونېسټ اېډيالوژۍ کې د مارکس او بيا د لېنين پر کړنلارې وړل دی. د ويتنام د حکومت ډول  unitary Marxist-Leninist one-party socialist republic يا د ويتنام مرکزي - يو ګونديز - مارکسېستي - لېنېني سوسيال جمهوريت دی. د ويتنام هېواد ولسمشر د پارلمان له خوا ټاکل کيږي؛ پارلمان یې ۴۹۸ غړي لري او unicameral يا د يوې جرګې لرونکی دی. که څه هم ويتنام تر اوسه يو کمونيستي دولت دی، خو اقتصادي سېسټم کې یې ازاد بازار يا خصوصي پانګونې کړنلارې اغېز پيدا کړی دی. 

ويتنام د تاريخ په اوږدو کې ډېرې جګړې تېرې کړې او د نړۍ له يو شمېر زبرځواک هېوادونو له خوا استعمار شوی وو. د وروستي ځل لپاره په ۱۹۴۵ز کال کې ويتنام له فرانسې خپله خپلواکي اخېستې ده. ويتنام د ملګرو غړی هېواد دی او د نړۍ له ۱۸۹ هېوادونو سره ډپلماټيکې اړيکې لري. ويتنام افغانستان کې سفارت نه لري خو هغه وخت چې افغانستان کې د شوري ملاتړی حکومت رامنځ ته شو، نو د ويتنام او افغانستان اړيکې سره د ملګرتيا او تېنګې وې. د سړې جګړې پر مهال د امريکا او ويتنام جګړه د دغه هېواد لپاره اوږده جګړه وه چې شل کاله یې دوام وکړ. يادې جګړې ويتنام پر سويلي او شمالي هېوادونو وېشلی وو، چې په پايله کې یې امريکا په ويتنام کې ماته وخوړه او کمونيستي اېډيالوژي واکمنه شوه. ويتنام څلور نيم لکه وسله وال پوځ لري. په اداري جوړښت کې ويتنام په ۵۸ ولايتونو وېشل شوی دی. ويتنام د کورني ناخالص توليد يا GDP پر بنسټ د نړۍ ۳۶ او د اخېستو ځواک د برابرۍ يا purchasing power parity  پر اساس د نړۍ ۲۳ اقتصادي ځواک دی. 

د ويتنام په اړه پنځه په زړه پوري خبرې: 
۱- د مرغانو هغه هګۍ چې بچی په کې پيدا شوی او زږېدلی نه وي، د ويتنام د خلکو د سهار د چای مشهور خواړه دي. مانا دا چې دوی هغه ډول هګۍ د سهار پر مهال خوري چې نه زږېدلی بچی په کې شتون ولري. 

۲- د ويتنام خلک د سپي غوښه ډېره خوري. دغه هېواد په نړۍ کې د سپي د غوښې دويم تر ټولو ستر مصرف کوونکی دی او هره ورځ په کې پنځه مېلېونه سپيان خوړل کيږي. د ويتنام د خلکو باور دا دی چې د سپي د غوښې خوړل يوه روښانه راتلونکې راوړي.    

۳- ويتنام کې موټرسايکل د تګ - راتګ عامه وسېله ده. نېږدې ۴۵ مېلېونه موټرسايکل دغه هېواد کې ثبت او رېجسټر دي، چې د نفوس نيمايي یې کيږي. 

۴- د ويتنام ۹۷ سلنه وګړي زده کړې لري او په همدې بنسټ د بې کارۍ کچه د نړۍ د مخ پر ودې نورو  هېوادونو پر بنسټ په کې ټېټه ده. 

۵- د ويتنام بيرغ سور رنګ او منځ کې یې ستوری دی. د سور رنګ مانا د جګړو پر مهال د ويتنام د خلکو وينه توېدنه او قربانۍ؛ د ژیړ رنګ ستوري پنځه اړخونه د کارګر، بزګر، سرتيري، ځوان او پوهه لرونکو کسانو ښوودنه کوي.