صالح: طالبانو راته  ګواښ کړی؛ که کوم کس مو اعدام شي نو کابل به د وينو په ډنډ بدل کړو

روهي (نۍ/۲۲ د لېندۍ)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې (داعشي طالبانو) ورته لېکلي د ګواښ ليک استولی دی. 
 
د ولسمشر لومړي مرستيال لېکلي دي چې په دې پيغام کې ورته لېکل شوي دي چې که چیرې د حکومت په زندانونو کې د دوی کوم کس اعدام شي، نو دوی به کابل ښار د وينو په ډنډ بدل او د هغه کسانو سرونه به پرې کړي، چې دوی سره بنديان دي. 
 
صالح لېکلي دي چې دا ډول ګواښونه د دوی وړاندې تګ ته خنډونه نه شي پيدا کولی او د هېواد له قضايي ادارو يې غوښتي چې د طالبانو نېول شوي کسان علني محکمه کړي. 
 
تر اوسه طالبانو د ولسمشر د لومړي مرستيال د دغه څرګندونو پر وړاندې کوم غبرګون نه دی ښوولی. د يادونې ده چې د ولسمشر لومړي مرستيال له دې وړاندې هم د طالبانو پر وړاندې توندې او د نيوکو ډکې څرګندونې کړې وې.