پښتو لهجې (دويمه برخه)

5- د وردګو لهجه:
دا لهجه د اصلي مرکزي لهجې په ډله کې راځي .

6- د پکتيا لهجه:
دا لهجه هم د مرکزي لهجې په کتار کې راځي ،خو ځينې ځانګړې نښې لري .مثلا : ځدران او ځاځي د (راځه، ځي) پر ځای (راڅه، څي) وايي.

7- د اپريدو لهجه:
دالهجه په ځينو کلماتو کې له مرکزي لهجې سره او په ځينو کې له ختيځې لهجې سره اړيکې او نژدېوالی لري. په دې لهجه کې (ا، ی) په (و) بدليږي او د (راشه، خورئ) پرځای (روشه، خورو) وايي.

8- د يوسفزو لهجه:
دالهجه په اصلي ختيځه لهجه کې راځي.

9- د باجوړ لهجه:
دا لهجه د ختيځو لهجو په ډله کې ده . په دې لهجه کې (غ، ت) په (ګ، څ) بدليږي. لکه: (غوښه، غاښ، تښت)
په (ګوښه، ګاښ، څښته) تلفظ کوي.

10- د مومندو لهجه:
په ختيځه لهجه کې راځي. په دروند او ځيږ غږ سره ويل کيږي.

11- د خوګياڼو لهجه:
په زياتو کلماتوکې له مرکزي لهجې سره اړيکې او نژدېوالی لري ، خو په ځينو کلماتو کې له ختيځې لهجې سره اړيکې پيدا کوي. (و) په (ی) بدلوي. لکه: (غوړي په غيړي) او (خولۍ په خيله) وايي.

12- د شينوارو لهجه:
دا هم يوه فرعي لهجه ده ،چې په ځينو کلمو کې زېر (کسره) په زور (فتحه) بدلوي. لکه: (ورمېږ) په (ورمږ ) وايي.

• په پای کې بايد ووايو چې معياري ژبه هم له دغو لهجو څخه رامنځته کيږي. معیاري لهجې ته په انګریزي کېstandard dialect  وایي؛ نو که د یوې ژبې د ټولو ګړدودونو له مینځه یو ګړدود د ټولنیز، ټبریز، کلتوري او سیاسي دریځ د لوړوالي له پلوه انتخاب او ومنل شي  معیاري او کره ګړدود ګڼل کیږي.او بيا د يوه هېواد په مطبوعاتو، راډيو ، تلوېزيون علمي او ادبي ليکنو او نورو برخو کې کارول کيږي.

ديوې ژبې نورې لهجې د وخت په تېرېدو سره معياري ژبه پياوړې کوي او پخپله لهجې ورو ، ورو خپله بڼه له لاسه ورکوي.