صالح: د طوفان قاتل نیول شوی چې د تبلیغاتو لپاره یې ترې ویډیو او عکسونه اخیستل

روهي ( پنځه نۍ / ۲۰ دلیندۍ) ،  د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، امنیتي ځواکونو د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د اوسېدونکي او متقاعد ډګروال عبدالولي طوفان قاتل تېره ورځ د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیولی دی.
 
 صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، قاتلین دوه کسان و چې یوه یې په طوفان ډزې کړې او بل د تبلغاتو لپاره ویډیو او عکسونه اخیستل.
 
 هغه وایي، له یاد کس سره ډېر شمېر اسناد او شواهد هم پیدا کړي دي چې ژر به یې له رسنیو سره شریک کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کوته سنګي سیمه کې نامعلومو وسله‌والو د غزني ولایت قومي مشر او د لوګر د امنیه قومندانۍ پخوانی د امنیت امر سمونوال عبدالولي طوفان په ډزو وواژه.