پر فېسبوک له جمعه خان همدرد د امرالله صالح غوښتنه 

روهي (پنځه نۍ/۲۰ د لېندۍ)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د کابل ولايت د امنيتي وضعيت په اړه د سهار شپږ نيمو بجو پر له پسې ۴۸مه ناسته کړې، د نوې پرېکړو او يو شمېر لاس ته راوړنو ويلي دي. 

صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې د پوليسو د درېيمې امنيتي حوزې او د سړک د خلاصېدو په اړه لېکلي دي. نوموړي د جمعه خان همدرد په اړه لېکلي دی چې دی يو سياسي څېره او قومي مشر دی؛  ډاډمن یم چې سړک به خلاص کړي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال لېکلي چې زمونږ موخه د سړک خلاصول دي نه دي ښاغلي همدرد د امنيتي تدابيرو کمول. زه به د نرم سياست او خبرو له لارې  ياده موضوع له جمعه خان همدر سره حل کړم.   

امرالله صالح په دې ټېنګار کړی دی چې د امنيتي ميثاق په چوکاټ کې مسايل په ارامۍ او د قانون له لارې حليږي، دلته ځان ښوودنه شتون نه لري.