حکومت ۲۸ ماده ييز او طالبانو ۲۲ ماده ييز وړاندېزونه يو بل ته وړاندې کړې دي 

روهي (پنځه نۍ/۲۰ د لېندۍ)، دوحه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرو په اړه ويل شوي دي چې طالبانو ۲۲ ماده ييز او افغان حکومت پلاوي ۲۸ ماده ييز وړاندېزونه يو او بل ته سپارل دي. 

ټاکل شوې وه، چې دواړه خواوې به تېره ورځ په مهمو مسايلو سره خبرې وکړي، خو د سلا - مشورو په پاره دواړه خواوو دوه ورځې مهلت اخېستی او خبرې ځنډېدلې دي. 

دوه ورځې وړاندې سرچينو ويلي وو، چې له ورستاړي او مختاړي پرته اسلامي دولت، د اسلام په چوکاټ کې د ښځو او رسنيو ازادي او د ديني عالمان شورا جوړېدل د طالبانو وړانديزونه دي. 

همدا ډول د تېرو کالونو ازاديو، افغان پوځ او لاس ته راوړنو ساتل او د جمهوريت نظام د حکومت مهمې غوښتنې دي. 

تمه  ده چې سبا به د افغان حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي.