پښتو لهجې

پښتو د یوي ژبې په توګه نه په یو واریز ډول له آسمانه راکیوتي او نه د یوي اختراع غوندي په نا ببره ډول رامنځ ته شوی ده. بلکې لکه څنګه یې چي ویونکې په بیلابیلو تاریخې پړاوو کي له نورو بشري ټولنو او توکمونو (نژادونو) څخه را جلا شوي او ځانته په یوه ټبری نامه (پښتانه) نومول شوی دي. دغه رنګه په خپله دغه ژبه له نورو خپلوانو ژبو څخه لومړی د یو ګړدود (لهجي) او بیا د یوي خپلواکې ژبي په بڼه راوتلې یا زیږیدلې او ځانته یو ژبنی نوم (پښتو) یی ترلاسه کړی دی.

پښتو ژبه د لرغونو آريایي ژبو څخه يوه خپلواکه ژبه ده چې له پخوا څخه په څو نومونو ياده شوې چې يو لړ نومونه ېې پښتو، پختو، پوختو، په هندي (پټاني)، په پاړسي او نړېوالې کچه د افغاني ژبې په نوم شهرت لري. 

پښتو ژبه د نورو ژبو په څیر په بیلابیلو سیمو کښې د ویونکو د موجودیت له امله ډېرې لهجې لري.ډېرې لهجې د یوې ژبې د لغوي زېرمې په بډاینه کې رغنده رول لري. د بېلابېلو لهجو څخه یوه معیاري ژبه را منځته کېږي چې خوشبختانه پښتو د ډېرو خوږو لهجو لرونکې یوه معیاري ژبه ده.

دا چې پښتو ژبه هم ډیرې لهجې لري نو د ټولو لهجو څېړل اوږده موضوع ده . دلته په لنډه توګه د پښتو لهجو په يو عام وېش باندې خبرې کوو.

له اصلي بحث وړاندي غواړم په دي بحث وکړوچي ګړدود يا لهجه څه ته وايي؟
لهجه چې پښتو کې ورته ګړدود فارسي کي ورته ګویش، او عربي کي لهجه بلل کیږي د خبرو اترو طرز یا د خبرو د افادې یو ډول دی. لهجې ته په انګریزي ژبه کې  ډیالېکټ وایي چې د یوناني ژبې له ډیالېکټوس Dialectos څخه مشتقه کلمه ده او ډیالکټوس د خبرو کولو طریقې ته ویل کیږي. لهجه د یوې ژبې محلي نوعه هم بللی شو. لهجې ته فرېزیولوجي phraseology  هم ویله شوې ده او هغه هم د افادې د څرګندولو لارې ته ویل کېږي.

ااوس راځو اصلي بحث ته: دژبنې ګړدودونو د توپیر اصلي لامل جغرافیایي بیلتون دی.خو له دي سربیره د یوې ژبې د ویونکو لهجې د نورو ټولنیزو لاملونو له مخې هم بدلون کوي. لکه: اقتصاد،تاریخي بدلونونه، سیاست، عمر، کسب یا مسلک، جنس او داسې نورو لاملونو په اساس هم ګړدودونه توپیر کوي. که متوجه شو د کوچني ګړدود د لویانو له ګړدود سره توپیر لري. د ښځې ګړدود بیا د نارینه له ګړدود سره توپیر لري. 

همدارنګه د مسلک له مخي که وګورو د با سواده ګړدود د بې سواده له ګړدود سره توپیر لري همدارنګه د یو ډاکټر ګړدود د یوه ښوونکي له خبرو یا ګړدود سره توپیر لري. دا هغه لاملونه دي؛ چې په یوه ژبه کې د جغرافیه یي ماحول سربېره لیدل کېږي او د یوې ژبې ګړدودونه سره بېلوي. 

پښتو لهجې په ټوله کي په دوو سترو اصلي او فرعي ډلو ويشل کېږي.

1ـ اصلي لهجې:
اصلي لهجې په خپل ذات کي په دري ډوله دي. چې په لاندي توګه بيانيږي.
1- لویدیز ګړدود:چې کندهارئ ګړدود( لهجې) په نوم هم ياديږي او د تاريخي افغانستان په لويديځو اوسهيلي(جنوبي) سيمو کښې ويل کېږي.

په کندهار ګړدود یا کندهارئ پښتو کي له کندهار پرته نوري لویدیزې او سویل لویدیزې سیمې هم راځې چي د بادغیس له بالا مرغات، غورماچ، د غور نیاز کلا، او د هرات له کهسان څخه را پیل کیږي او د زابل تر جلدکه رارسی او زیاتره په سړبني او بیا په غرغښي او بیټني ټبرونو اړه لری لکه بارکزي، الکوزي، ساکزي، نورزي، اڅکزي، کاکړ، ترین، پریڅ، بابړ . . . دغه راز په یوڅه توپیر په دغه ډله کي د سویل وزیري، مسیدي او بیټني او د ختیځ د خټکو پښتو هم راځې.

 په دغه لهجه کښې د پښتو دوو ځانګړي توري (ښ ، ږ)  (ش، ژ) اواز ته نږدي تلفظ کېږي لکه ښادي (شادي)،مونږ (موژ). او بل مهم ځانله توب يي دا دي چې په کومکې فعلونو کښې يي (ش)  اواز په (س) بدليږي. يعني د وشو شوي دي شته او نشته ) کليمي په (وسو، سوي دي، سته او نسته ويل کېږي.

2- مرکزی لهجه: چې د منځنۍ لهجې په نوم یادېږي له جلدکه را پیل کیږي او تر درونټې پوري اوږدوالی مومې، د زابل پکتیا، غزني، وردګو، میدان، لوګر، کابل، پروان، کاپیسا، لغمان، او یو څه د ننګرهار په متوزیو (غلجیو) او کرلاني ټبرونو پوري اړه لري لکه هوتک، توخي، ناصر، تره کي، سلیمان خیل، علي خیل، اندړ، ځاځي، ځدران، منګل، توتاخیل، تڼي، مندوزي، اسمعیل خیل، احمدزی، عبدالرحیم زي او داسی نور. په استثنایی توګه د کونړ او باجوړ ځیني سیمې او ټبرونه هم په منځنئ ډله کي راځي.

په دغه لهجه کښې د پښتو ځانګړې توري (ښ،ږ) په خپل اصلي آواز تلفظ کېږي او د تلفظ په وخت کښې یې د ژبې منځنۍ برخه پورتني تالو سره نښلي.

3- ختيځه لهجه: چې د ننګرهارئ لهجې په نوم هم ياديږي له درونټي څخه پیل مومي او مخ پر ختیځ او شمال ختیځ تر اټکه رسې.او دننګرهار، کونړ،مومندو، باجوړ، اشنغر او يوسفزيو په سيمو کښې ويل کېږي.

په ختیځه لهجه کې د ( ښ) اواز د ( خ ) په رقم تلفظ کېږي او د ( ږ) اواز د دې لهجې ویونکي هم د (ګ) په رقم تلفظ کوي. 

2ـ فرعې لهجې:
فرعې لهجې  په پښتو ژبه کې زيات ډولونه لري چې ځينې مهمې يې په لاندې ډول دي .

1- وزيرۍ لهجه:
وزيرۍ لهجه د (ښ، ږ ) تلفظ د لوديځې لهجې په څېر کوي خو په ځينو کلماتو کې له مرکزي لهجې سره اړيکې او نژدېوالی لري. په وزيرۍ لهجه کې هغه ( الف ) چې د کلمې په منځ او پای کې راغلی وي په ( و ) بدليږي لکه: (کال، پلار ، کابل ) په (کول، پلور ، کوبل ) اړوي او همدارنګه کله چې ، ( و ) د کلمې په منځ کې راشي هغه په ( ی ) بدلوي. لکه: (مور، لوند، توت) په (مېر ، ليند، تيت) تلفظ کوي.

2- دخټکو لهجه:
د خټکو لهجه د (ښ، ږ) په تلفظ کې له لوديځې لهجې سره سمون لري؛ خو په لغاتو او اصطلاحاتو کې له ختيځې لهجې سره اړيکې لري.

3- کاکړۍ لهجه:
دا لهجه په ځينوکلمو کې لوديځې لهجې او په ځينو کې له مرکزي لهجې سره نژدېوالی لري. مثلا: (ژ) د مرکزي لهجې په څېر ( ز) تلفظ کوي او (ژوند، ژبه، ژمی) د (زوند، زبه، زمي) اړوي او تلفظ کوي.

4- د احمدزيو لهجه :
په دې لهجه کې ( ژ ) په ( ز) او په ځينو کلمو کې ( ش) په ( س) بدلوي .لکه : ( ژوند ، مشر ، مياشت ) په ( زوند ، مسر ، مياست ) تلفظ کوي.