روهي (څلور نۍ/ ۱۹ د لیندۍ)، د کرونا وېروس د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د افغانستان مالیې وزارت وايي، چې مالیاتي جریمې یې بخښلي دي.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، چې د افغانستان کابینې د خصوصي سکتور سره د مرستې په خاطر نوموړي پریکړه کړې ده.
نوموړی زیاتوي، هغه مالیه ورکونکي به له مالیاتي جریمو وبخښل شي چې د را روانې میاشتې تر پایه د ١٣٩٩ او یا له هغه د وړاندې کلونو اصلي مالیه یې ورکړي وي.
وروستي