بلخ کې وسله والو کسانو ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولي

روهي ( څلور نۍ / ۱۹ دلیندۍ) ،‏بلخ ولایت کې ۷ تنه پولیس وژل شوي دي

ځايي سرچینې وايي، د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د لویې لارې ۷ تنه پولیس طالبانو وژلي دي.
 
د چهار بولک ولسوال ذبیح الله ذاهد پېښه تاییدوي خو دبلخ امنیه قومندان او طالبانو د دغې پېښې په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.
 
خو د بلخ د والي ویاند منير فرهاد دغه پېښه تاییدوي او وايي چې وژل شوي کسان محلي پولیس دي چې شمېر یې ۵ تنه وو.