تیره شپه غزني ملا نوح بابا کې  ملي اردو باندې موټر بم برید شوی

روهي ( څلور نۍ / ۱۹ دلیندۍ) ، په غزني کې د ملي اردو پر یوې اډې موټر بم برید شوی چې په کې ۳ سرتېري وژل شوي.
 
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده روهي سره خبرو کې ویلي چې برید د شپې په دولسو بجو د اندړ ولسوالي په ملا نوح بابا سیمه کې شوی.

جمعه زاده وایي " یو هاموي ټانګ غوښتل چې بیز ته ځان ورسوي خو د امنیتي ځواکونو مقابلو ډزو کې یې چاودنه کړي چې پر مهال یې دري امنیتي سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي"
 
له سیمې څخه سرچینه وایي چې له سهار راهیسې دغزني یاده لار د وسله والو له لوري تړل شوي او عام خلک د ستونزو سره مخ دي خو د والي ویاند وایي یاده سیمه کې مازدا ډوله موټر چې له انفجاري موادو څخه ډک دي د امنیتي ځواکونو تخنیکي ټیم له لوري لار تړل شوي څو چاودنه ورکړي.
 

په ورته مهال د غزني عامې روغتیا ریس باز محمد همت ویلي چې دیادې پیښې څخه روغتون ته تر اوسه کوم جسد او زخمیان نه دي راوړل شوي.