روهي (څلورنۍ/۱۹ د لېندۍ)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د کندهار یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په چهارچنار ماڼۍکې د یاد ولایت د عمومي وضعیت او ستونزو په اړه خبرې وکړې.
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې کندهار د افغانستان سیاسي زړه وباله وې ویل، د کندهار امنیت ته پاملرنه کېږي او د کندهار د ولس ستونزو ته به پر وخت رسېدګي وشي.
د هیواد جمهوررئیس د کندهار مشرانو ته په وینا کې وویل، "تاسې باید د کندهار د وضعیت په اړه اجماع ولرئ، ځکه یووالی د افغانستان د بقا، سولې او پایښت اساسي شرط دی. تاسې باید داسې یوه جامع طرحه ترتیب کړئ چې د کندهار ټول ولسونه او اقشار پکې خپل ځان وویني او په راتلونکي کې تېرې ستونزې تکرار نه شي."
نوموړي ژمنه وکړه چې کندهار ته یو باصلاحیته پلاوی واستول شي، ترڅو د یاد ولایت له ولسونو سره وګوي، مشورې یې واخلي او په اړه به یې لازم تصمیمونه ونیول شي.
وروستي